د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي پوځیانو د داعش وروستی ښارگوټی ونیو


د داعش له جنگیالیو نه د "راوا" ښارگوټي نیول په داسې حال کې کیږي چې ددې ډلې خلافت د سوریې او عراق د سرحد دواړو غاړو ته د پرزیدو په حال کې دی.

د فرات وادي په لمنو کې د "راوا" ښارگوټی د جمعې د ورځې په سهار په عملیاتو کې په داسې حال کې ونیول شو چې د سوریې سرحد ته نږدې د داعش تر ولکې لاندې په وروستي ښار ابوکمال د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره عراقي ځواکونو برید کړی دی.

په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت په ډلې د تهاجمي عملیاتو وروسته اوس داعش د خپل خلافت ٩٥ فیصده خاوره چې په ٢٠١۴ کال کې یې ولکه کړې وه، له لاسه ورکړې ده.

د "جی او سی JOC " په نامه د عراق د گډې قوماندانۍ جنرال عبدالامیر یارالله په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومتي قواو او ملیشه واحدونو د "راوا" ټوله سیمه ازاده کړې ده او د عراق بیرغ یې پرې اوچت کړی دی.

دوه کاله دمخه د داعش ډله د خپل واک اوج ته رسیدلې وه او له سوریې نه نیولې بغداد ته نژدې سیمو پورې یې میلیونه انسانان تر کنترول لاندې وو. خو په دې وروستیو کې دغې سخت دریځه ډلې د عراق او سوریې په ټولو جبهو کې خپلې پراخې سیمې له لاسه ورکړې.

د اسلامي دولت په ډلې او د هغې د تمویل په منابعو باندې برید او همداشان د نړۍ د سترو قدرتونو په ځانگړې توگه د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د داعش پر نابودولو باندې توافق په عراق او سوریې کې ددغې سخت دریځې ډلې د پرله پسې ماتیو عمده عوامل گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG