اسرائیل وايي د توغندویو داسې یو پرمختللی دفاعي سیستم یې په بریالیتوب سره ازمایلی چې په دغه هیواد باندې د بالستیک توغندیو بریدونه شنډولی شي.
د اسرائیلو د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د Arrow-3 دفاعي سیستم د اسرائیلو په وړاندې د موجودو او په راتلونکي کې د نورو پېښېدونکو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده. د دغه سیستم دوه مخکنۍ ازموینې لغوه شوې وې.
د Arrow-3 دفاعي سیستم د هغه دفاعي سیستم یوه برخه ده چې اسرائیل پرې د غزې له تړانګې او لبنان څخه په اسرائیلو باندې توغول کيدونکي لنډ واټن ویشتونکي توغندي شندوي. همدغه راز دا سیستم د ایران د اوږد واټن ویشتونکي توغندي هم شنډولی شي. د دفاعي سیستم نورې برخې، Iron Dome, ، David’s Sling او Arrow-2 سیستمونه دي.
د اسرائیلو د هوايي او فضايي چارو د ادارې او د بوینګ امریکايي شرکت په ګډه د Arrow-3 دفاعي سیستم جوړ کړی دی چې د تیرکال د جنورۍ په میاشت کې فعال شو.
اسرائیلو همدارنګه له دغه سیستم څخه د سوریې له خوا د توغول شویو توغندیو د شنډولو لپاره ګټه اخیستې ده.