د لاس رسي وړ اتصالات

عمان وايي اسرائیل باید په سیمه کې ومنل شي


د اسرائیلو صدراعظم د عمان له سلطان قابوس سره
د اسرائیلو صدراعظم د عمان له سلطان قابوس سره

عمان وايي اوس یې وخت راغلی دی چې اسرائيل د منځني ختیځ د یو دولت په توګه وپېژندل شي.

په بحرین کې د سیمې د امنیت په اړه په یوې غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي بن عبدالله وویل چې هېواد یې د اسرائیلو او فلسطين ترمنځ د ستونزو د حل لپاره نظریات او لارې چارې وړاندې کوي، خو منځګړتوب نه کوي.

نوموړي وویل "اسرائیل په سیمه کې یو دولت دی او موږ ټول پوهیږو. نړۍ هم خبره ده. ښايي اوس یې وخت رسېدلی وي چې له اسرائیلو سره همداسې چلن ( دولت په څېر) وشي".

نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د اسرائیلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو عمان ته یو لنډ سفر وکړ. تر ښاغلي نتنیاهو مخکې د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم عمان ته درې ورځنی سفر درلود او دغو دواړو مشرانو د عمان له سلطان قابوس سره لیدلي او خبرې کړي دي.

ښاغلي علوي وویل "موږ داسې نه وایو چې دا اسانه لار ده او په ګلونو پوښل شوې ده، خو زموږ لومړیتوب دا دی چې دا شخړه حل شي او موږ یوې نوې نړۍ ته ولاړ شو".

هغه وویل عمان پر متحدو ایالتونو او د ستونزو د حل لپاره د ولسمشر ټرمپ پر هلو ځلو تکیه لري. په همدې حال کې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه د اسرائیل-فلسطين ترمنځ د سولې په اړه د عمان د سلطان رول وستایه.

خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر بیا وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حل یوازینۍ لار د سولې پروسه ده. د امنیت په اړه په دغه درې ورځني کنفرانس کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جیم ماتیس او د ځینو نورو اروپايي هېوادونو وزیرانو هم برخه لرله.

امریکا څو میاشتې مخکې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژنده او خپل سفارت یې هم هلته انتقال کړ، دغه کار د اسلامي هېوادونو انتقادونو او نیوکې را وپارولې. اسلامي هېوادونه بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه نه پېژني.

XS
SM
MD
LG