د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ټرمپ د پریکړې ضد لاریونونه وشول


په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ټرمپ د پریکړې ضد سوله ییز لاریونونه شوي دي
په کابل او د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ټرمپ د پریکړې ضد سوله ییز لاریونونه شوي دي

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه د پیژندلو په غبرگون کې د جمعې په ورځ په کابل کې مظاهره وشوه.

د ښاغلي ټرمپ له خوا بیت المقدس د اسرائیل د مرکز په توگه په رسمي توگه پیژندل او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د پریکړې په وړاندې د نورو یو شمیر اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د افغان حکومت په ګډون یو شمیر سیاسي او د پخوانیو مجاهدینو ګوندونو سخت غبرګون ښودلې او د امریکا د حکومت دا اقدام یې غندلی دی.

د دغې پریکړې د غندلو لپاره نن د جمعې د لمانځه وروسته د کابل څو جوماتونو مخې ته لمونځ کوونکو لاریونونه وکړل. د کابل په زرنګار پارک کې د یو دغسې لاریون په ترڅ کې مظاهره کوونکو د امریکا او اسرائیل بیرغونه وسوزول او د جمهور رئیس ټرمپ جوړې شوې څیرې ته اور هم واچوه.

لاریون کوونکو د امریکا او اسرائیل ضد شعارونه ورکول او د ټرمپ پریکړه یې غندله
لاریون کوونکو د امریکا او اسرائیل ضد شعارونه ورکول او د ټرمپ پریکړه یې غندله

دغو لاریون کوونکو وویل چې دا ورته هیڅکله هم د منلو نه ده چې بیت المقدس د اسرائیل پایتخت شي.

د ولسي جرګې یو غړي مولوي شهزاده شاهد دغه لاریون ته په وینا کې د امریکا د جمهور رئیس د پریکړې د ناوړو عواقبو په هکله خبرادری ورکړ او وویل چې د هغه دا پریکړه به د نوو جګړو اور ته لاره هواره کړي.

مولوي شاهد وویل "د جنګ نورې جبهې خلاصول غواړي، نړۍ د اور په لمبو کې سوزول غواړي".

لاریون کوونکو د امریکا پر جمهور رئیس غږ وکړ چې پر خپله پریکړه دې بیا کتنه وکړي. د کابل لاریون او د افغانستان په نورو برخو کې د امریکا د جمهور رئیس د پریکړې پرخلاف شوي لاریونه په سوله ایزه ټوګه پای ته رسیدلي دي.

د کابل د لاریون سربیره په هرات، تخار، کندز او مزار شریف کې ورته مظاهرې شوې دي.

د تخار ولایت مطبوعاتي مشاور خالد زاهد د امریکا غږ ته ویلي چې په تخار کې په زرگونو کسانو د جمعې له لمانځه وروسته په تالقان کې د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم ضد مظاهرې وکړې چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پایتخت په توگه پیژندلی دی.

په تخار ولایت کې د جمعې د ورځې مظاهرې
په تخار ولایت کې د جمعې د ورځې مظاهرې

د ښاغلي ټرمپ د تصمیم په غبرگون د مظاهرو لمن ډیرو نورو اسلامي هیوادونو ته هم پراخه شوې ده.

په اندونیزیا، پاکستان، ایران، کشمیر، اردن، فلسطین او یو شمیر نورو هیوادونو کې د جمعې له لمانځه وروسته د امریکا او اسرائیل پر ضد مظاهرې شوې دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته تائید کړه چې د جمعې د لمانځه وروسته په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې لاریونونه په سوله ایز ډول پای ته رسیدلي دي.

خو ښاغلي رحیمي وویل چې د ننګرهار ولایت د مهمندرې په ولسوالۍ کې د سلیمانخیلو د کلي په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو بم چاودیدلی چې د جومات امام یې وژلی او نهه نور لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG