د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه وپیژاند


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه په رسمیت پیژني.

​ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په پخله وینا کې همداشان وویل چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته امر کوي چې د امریکا سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

د بیت المقدس لنډه تاریخچه

د بیت المقدس لنډه تاریخچه

د بیت المقدس د تاریخي ښار بنسټ د میلاد دمخه په ١٠١٠ کال کې د پیغمبر داود په وخت کې ایښود شوی دی او یهودان په عبري ژبه دغه ښار ته اورشیلیم وایي

بیت المقدس د پیړیو راهیسې د ټولو ابراهیمي ادیانو مسیحیت، یهودیت او اسلام پیروانو ته یو سپیڅلی مکان دی او جومات، کلیسا او کنیسه په کې شته

د تاریخ په اوږدو کې د بیت المقدس د نیولو لپاره څه دپاسه ۱۰۰ ځلې جگړې شوې دي او دغه ښار څه دپاسه ۴٠ ځلې د فارسانو، رومیانو، عثماني ترکانو او بریتانوي امپراتورۍ له لورې نیول شوی دی

د بیت المقدس ختیځ او لویدیځ په ٢،٥ کیلو مترو اوږد او ١٣ متره لوړ دیوال چې ٢،٥ متره پلن دی سره جلا شوی دی

د ملگرو ملتونو عمومي غونډې په ۱۹۴۷ کال کې په دوو یهودي او عربي دولتونو باندې د فلسطین ویشلو او د خودمختاره بیت المقدس رامنځ ته کیدو ته رایه ورکړه

د اسرائیل پوځ په ١٩٦٧ کې د منځني ختیځ د جگړې په ترڅ کې د بیت المقدس ښار ختیځ ونیو او د اسرائیل پارلمان په ١٩٨٠ کې دغه ښار د اسرائیل د پایتخت په توگه ونوماوه

بیت المقدس شاوخوا ۸۶۰ زره نفوس لري چې شاوخوا ٣٥ فیصده یې مسلمانان، ٦٢ فیصده یې یهودیان او دوه فیصده یې مسیحیان دي

د مسیحیانو په باور بیت المقدس پر صلیب باندې د عیسی مسیح د ځړیدو او د هغه د بیرته ژوندي کیدو ځای دی او یهودیان یې د نړۍ تر ټولو مقدس ښار بولي

مسلمانان بیت المقدس خپله لومړنۍ قبله بولي او د مکې او مدینې وروسته دغه ښار سپیڅلی گڼي او په دې باور دي چې د اسلام پیغمبر د معراج په شپه لومړی له مکې نه بیت المقدس ته او بیا عرش ته سفر وکړ

په بیت المقدس کې اوسیدونکي یهودان د اسرائیل تابعت لري او په دې ښار کې اوسیدونکي فلسطیني عرب یواځې د اوسیدو پاڼې او ځانگړي پیژند کارتونه لري

د امریکا جمهور رئیس همداشان وویل چې "که د اسرائیل او فلسطین حکومتونه موافقه وکړي" دده تر مشرۍ لاندې اداره د اسرائیل او فلسطین د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل "پریږدئ چې په څرگنده ووایم اورشلم ته د امریکا د سفارت انتقال د مذاکراتو سره مخالفت ندی او زه به خپلې ټولې هڅې وکړم چې خبرې له سره پیل شي."

ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا کانگرس په ١٩٩٥ کې د بیت المقدس مسوده تصویب کړه او د هغې په ترڅ کې یې د فدرالي حکومت نه وغوښتل چې چې بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه وپسژني او د امریکا سفارت له تل ابیب نه هلته انتقال کړي.

خو د ښاغلي ټرمپ په وینا د امریکا جمهورو رئیسانو په څه دپاسه دوو لسیزو کې نه یواځې دا چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پایتخت په توگه ونه پیژاند بلکه د امریکا سفارت یې هم هلته انتقال نه کړ.

ښاغلي ټرمپ وویل پخوانیو جمهورو رئیسانو په دې خاطر دا کار ونه کړ چې دا کار ښایي د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو خنډ شي، هغه خبرې چې د ښاغلي ټرمپ په وینا د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې سبب نه شوې.

ښاغلي ټرمپ وویل "... نو په دې خاطر مې تصمیم ونیو چې اوس ددې وخت رارسیدلی چې بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه په رسمیت وپیژنم".

د ښاغلي ټرمپ د وینا نه فقط څو دقیقې وروسته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، په یو ویدیوي پیغام کې د ښاغلي ټرمپ نه مننه وکړه.

ښاغلي نتانیاهو په خپل ټویټر کې ددغه ویدیویي پیغام په خپرولو لیکلي چې "ټرمپ، ستا له تاریخي تصمیم نه مننه چې بیت المقدس دې د اسرایئیل د پایتخت په توگه په رسمیت وپیژاند. یهودي دولت او ولس به تل ستا منندوی وي.​

له بلې خوا د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش د جمهور رئیس ټرمپ پر تصمیم انتقاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې د بیت المقدس وضعیت باید د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي گوتیرش د ښاغلي ټرمپ د وینا وروسته سمدستي وویل "د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په توگه له لومړی ورځې څخه ما په وار وار د هر ډول یو اړخیز اقدام سره چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ سوله له خطر سره مخامخ کړي مخالفت کړی دی."

جمهور رئیس ټرمپ په داسې حال د چهارشنبې په ورځ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توگه په رسمیت وپیژاند چې د هغه ددې تصمیم سره د سه شنبې په ورځ د یو شمیر هیوادونو مشرانو مخالفت څرگند کړی و او له هغه یې غوښتي وو چې ددې تصمیم نه ډډه وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې که جمهور رئیس دونالد ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه وپیژني، ترکیه به د اسرائیل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلوي.

هغه همداشان ویلي وو چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره د سرې لیکې نه د تیریدو په معنی دي.

له بلې خوا سعودي عربستان هم هیله څرگنده کړې وه چې د امریکا متحده ایالات به بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه ونه پیژني. سعودي خبرداری ورکړی و چې که امریکا بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توگه وپیژڼی دا کار به جدي عواقب ولري او د مسلمانانو احساسات به راوپاروي.

همداشان د اردون پاچا ملک عدبالله او د فلسطین مشر محمود عباس هم د جمهور رئیس ټرمپ سره په تیلیفوني خبرو کې د ښاغلي ټرمپ نه غوښتي وو چې امریکا د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس له پیژندولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG