د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښاروالۍ ځانګړو بسونو په فعالیت پیل وکړ


د کابل ښاروالۍ ځانګړو ښاري بسونو نن د کارته نو او احمدشاه بابا مینې په مسیر کې په ازمیښتي توګه په فعالیت پیل وکړ.

ټاکل شوې چې دغه ښاري بسونه د کابل په مختلفو مسیرونو کې د پنځو ترمینلونو او ۲۴۶ تم‌ځایونو له لارې د ښار اوسیدونکو ته ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کړي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ (وري پنځمه) امریکا غږ ته وویل: "له ازمیښتي فعالیت وروسته په نورو مسیرونو کې به هم د بسونو فعالیت پیل شي. په ۱۲ مسیرونو کې به ۵۰۰ یا له دې زیات ښاري بسونه موږ فعال کړو".

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو په اساس دا امریکايي بسونه په یو وخت د ۳۰ مسافرو د لېږدولو ظرفیت لري.

د کابل ښاروالۍ د ښار له اوسېدونکو څخه غوښتي چې له دغو بسونو څخه سمه ساتنه او ورته پاملرنه وکړي.

د نړیوال بانک یو تحقیق ښيي په هغو ښارونو کې چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده د افغانستان د ترانسپورتي خدمتونو پالیسۍ د ښځو اړتیاوې نشي پوره کولی.

نړیوالې مالي ادارې چې د دغه بانک غړیتوب لري تیره ورځ خپل تحقیقي راپور خپور کړ چې په کې له څه باندې دوو زرو میرمنو سره په کورونو، تم‌ځایونو او نورو سیمو کې مخامخ خبرې شوي.

دغو میرمنو د ښځو لپاره د ځانګړي ترانسپورتي سیستم د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې سره به ښځو ته له ویرې او ځورونې پرته د سفر زمینه برابره شي.

د کابل ښاروالۍ د ترانسپورتي زیربناو د برخې مدیر مرتضی حبیبي د نړیوالې مالي ادارې له راپور څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د جنسیتي برابرۍ د لمنې پراختیا د افغان حکومت په لسو ملي لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغه ویلي: "د ښاري ترانسپورت په برخه کې اړتیا ده ترڅو پالیسۍ له جنسیتي پلوه هم وڅیړل شي".

په کابل کې د منظم ترانسپورتي سیستم د نشتوالي ستونزه له کلونو راهیسې دوام لري او د حل لپاره یې هېڅ اقدام نه دی شوی.

د افغانستان د ملي بس د تصدۍ رئیس محمد یونس امیري امریکا غږ ته وویل چې په اوس وخت کې په کابل ښار کې ۱۰۵ ملي بسونه فعالیت کوي او دغه ریاست په پام کې لري چې د یادو بسونو په شمیر کې زیاتوالی راولي.

ښاغلي امیري دغه راز وویل چې په کابل کې زیربنايي ظرفیتونو ته په پاملرنې د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره ۱۷۰۰ بسونو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG