د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او پاکستان ته به د سولې تفصيلي وړاندیز کوم- غني


ولسمشر غني له طالبانو سره خپل د سولې د پلان په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
ولسمشر غني له طالبانو سره خپل د سولې د پلان په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د کابل پروسې کې د "طالبانو او پاكستان سره د سولې تفصيلي پیشنهاد وړاندې" کوي.

ښاغلي غني په خپل رسمي فیسبوک کې د سه شنبې په ورځ( فبروري۲۷) لیکلي دي: "سبا کابل ښار د کابل پروسې د ناستې کوربه دی. زه به د ملي وحدت حکومت په استازیتوب طالبانو او پاكستان سره د سولې تفصيلي پیشنهاد وړاندې کړم."

ښاغلي غني په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. ولسمشر غني داسې مهال له پاکستان او طالبانو سره د سولې د نوي وړاندیز په اړه غږیږي چې تېره ورځ طالبانو وویل چې له واشنګټن سره د سولې مذاکراتو ته چمتو دي.

د کابل پروسه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزات وايي، چې ټاکل شوې، د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې د ۲۸ هیوادونو د بهرنیو چارو د و زارت معینان او د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړ او په کابل کې به رسمي رخصتي وي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو پر مهال د کابل په ښار کې امنیتي تدابیر زیات شوي او نن د سه شنبې په ورځ هم د ښار د ځینو برخو سړکونه د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي.

افغان حکومت په پام کې لري چې د دغه کنفرانس برخه والو ته خپل د سولې نوی پلان هم وړاندې کړي. د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون، امریکا غږ اشنا ته د افغان حکومت د سولې د پلان په هکله وویل، چې دغه کنفرانس برخه والو ته به افغان حکومت د سولې یوه عملي کړنلاره وړاندې کړي.

مولوي اوچقون وویل "تر ډیره د اقتصادي مسلو، د نړیوال تروریزم سره د مبارزې او سولې ته د رسیدلو عملي لارې د دې کنفرانس په اجندا کې شاملې دي".

مولوی اوچقون وویل، چې افغان حکومت د سولې پلان د افغانستان د ټولنې د ټولو اقشارو سره په سلا مشوره ترتیب کړی دی. افغان حکومت د روان کال د جوزا په ۱۶ مه د ۲۷ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د کابل پروسې لومړی کنفرانس جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG