د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبانو ته د مذاکراتو دروازه لا هم پرانستې ده


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی مقام وایي طالبان لاهم فرصت لري چې د سولې د مذاکراتو میز ته ورشي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د ازبکستان حکومت په تاشکند کې د افغانستان د سولې او پرمختیا د درې ورځني کنفرانس جوړ شي.

پدغه کنفزانس کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو لوړپوړي مقامات او د سیمې د هیوادنو استازي گډون کوي، خو تر اوسه نده څرگنده چې د طالبانو د ډلې استازي هم دغه کنفرانس ته دعوت شوي او که نه.

میرمن ویلز د افغانستان په هکله د "تاشکند د کنفرانس" د جوړولو لپاره د ازبکستان نوښت وستایه او ټینگار یې وکړ چې د طالبانو ډله لا هم کولای شي د خبرو میز ته حاضر شي.

میرمن ویلز زیاته کړه "طالبانو ته زمونږ ډیر مهم پیغام دادی چې د مذاکراتو دروازه پرانستې ده. سولې او ثبات ته با کرامته لار شته. هغه شمیر طالبان چې تیار دي له تاوتریخوالي لاس واخلي، له ترهگرو سره اړیکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني" کولای شي د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي.

خو ددې سره سره دغه لوړپوړې امریکایي دیپلوماتې په کابل ښار کې د جنورۍ د میاشتې خونړیو بریدونو ته په اشارې وویل چې د طالبانو ډله مذاکراتو ته لیواله نده.

میرمن ویلز وویل "نړیواله ټولنه باید توجه وکړي چې څوک سوله مني. اوس مهال طالبان {د سولې مذاکرات" ردوي."

دغه امریکایي دیپلوماته په داسې حال کې طالبان د سولې د پروسې مذاکراتو ته هڅوي چې د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې د ځانمرگو بریدونو وروسته د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په میاشت کې وویل چې "مونږ نه غواړو چې د طالبانو سره خبرې وکړو".

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې "هلته (افغانستان) کې په بشپړه توگه بل ډول جگړه روانه ده. هغوی (طالبان) خلک چپ او راست وژني." ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي وو چې "ښایي هغه وخت د طالبانو سره مذاکره وشي چې ډیره لرې راتلونکې به وي، خو اوس ددې ډلې سره مذاکره کول نفی کوم".

د طالبانو سره د سولې په هکله د جمهور رئیس ټرمپ د واضح څرگندونو سره سره میرمن ویلز وایي چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د طالبانو پرمخ د مذاکراتو دروازه نده تړلي.

میرمن ویلز ټینگار وکړ چې "د طالبانو سره د سولې مذاکرات او مصالحه مو نده رد کړې. خو تر دې دمه مونږ د طالبانو له لورې کوم اقدام ندی لیدلی چې وښیي چې هغوی د مذاکراتو او سیاسي حل لارې سره لیوالتیا لري."

د تاشکند کنفرانس

د یو شمیر کارپوهانو او څیړونکو په اند د افغانستان د سولې او پرمختیا لپاره د تاشکند د کنفرانس جوړیدل ښیي چې اوس منځنۍ اسیا د افغانستان لانجه جدي گڼي او ددغو هیوادونو یو شمیر مشران هڅه کوي چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړیکو کې رول ولوبوي.

په واشنگټن ډي سي کې د مرکزي اسیا د مسایلو څیړونکې او ژورنالیسته نوبهار اماموا، د امریکا غږ ته ویلي چې ازبکستان د افغانستان سره خپلې اړیکې غښتلې کوي او "دغه هیواد غواړي د افغانستان د سولې په اړه جدي اقدامات وکړي چې د افغانستان د سولې د خبرو کوربه توب په کې شامل دی."

میرمن اماموا وایي د تاشکند درې ورځنی کنفرانس چې ټاکل شوې د افغانستان په قضیه د نفوذ لرونکو هیوادونو لوړپوړي مقامات په کې برخه واخلي، دغه کنفرانس به "پر طالبانو باندې یو ډول فشار وي" چې د خبرو میز ته راشي.

خو دغه څیړونکې دا هم وایي چې د تاشکند کنفرانس به د افغانستان "سترې ستونزې" حل نشي کړای، خو دا یو ډول اقدام دی چې ښایي د افغانستان د مسایلو عمده لوبغاړي سره راټول کړي چې د یو بل سره په همکارۍ او هماهنگی د افغانستان د سولې په پروسه کې فعالیت وکړي.

XS
SM
MD
LG