د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې لوړ قیمت د مخالفانو د نظر درک کول دي- غني


د سولې عالي شورا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه سلګونه کسان راټول کړي وو چې پر سولې خبرې وکړې
د سولې عالي شورا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه سلګونه کسان راټول کړي وو چې پر سولې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د سولې لوړ قمیت د مخالفانو د نظر درک کول دي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ (فبروري۲۰) په کابل کې د سولې د مشورتې غونډې په پای کې وویل" سوله یو طرفه نشي کېدی. که نیت ولرو، باید دا هم ومنو چې سوله مذاکره غواړي او مذاکره قناعت غواړي".

ښاغلی غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې به له نړیوالو سره له خبرو او مذاکرو وروسته طالبانو ته یو ځل بیا د سولې د خبرو د پیل بلنه ورکړي.

ولسمشر غني وویل "پس له دې یوه هفته بعد نړۍ ته اعلان کوو، که ځواب یې راکړ او رسمي مذاکرات یې ومنل په سترګو، غیر له هغې ستاسې پیغام دادی او زه ستاسې پیغام رسوم، یو ولسي غورځنګ باید ټول افغانستان کې پلی کړو، چې هر کلي کې تاسې هرڅوک چې ټوپک په لاس لري ورته ووایئ، چې ټوپک ته دې رخصتي ورکړه".

ټاکل شوې چې کابل به د فبرورۍ په ۲۸ (همدې میاشتې) د افغان سولې په تړاو د کابل پروسې دویم نړیوال کنفرانس کوربه وي.

ښاغلي غني دغه راز په سیاسي نظام کې وروستیو ستونزو ته په اشارې وویل، چې افغان ولس چاته د بحران د زیاتولو اجازه نه ورکوي. افغان ولسمشر زیاته کړه حکومت به یې له هر ډول سانسور پرته او په ازاده فضا کې د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم وویل چې د سولې لپاره ټینګه اراده لري او هڅې به یې مثبتې پایلې ولري. هغه وویل "هیڅ شی او هیڅ څوک به زموږ د لارې او هڅو خنډ ونه ګرځی".

د سولې عالي شورا د سولې د خبرو په تړاو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۸۰ قومي مشران، جهادي قوماندانان او د ولایتي شورا غړي په دې موخه راټول کړي وه چې د حکومت او مخالف لوري ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو منځګړیتوب وکړي.

دغې مشورتي ناستې دوه ورځې دوام وکړ چې پایلې یې په څوارلسو مادو کې افغان حکومت ته وسپارل شوې.

XS
SM
MD
LG