د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ټاکنو لپاره د پاکستان سره پوله تړل شوې


د سپین بولدک سرحدي پوله
د سپین بولدک سرحدي پوله

په کندهار ولایت کې د ولسي جرگې د ټاکنو پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله بنده شویده.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال د رپوټ له مخې د سپین بولدک سرحدي پوله د سوداگریزو مالونو د ترانسپورت پرمخ هم تړلې ده، خو پیاده تگ راتگ پرې روان دی.

د چمن یو ځايي خبریال نورزمان اڅکزي امریکا غږ ته ویلي چې "په سپین بولدک او ویش کې غټ تجارتي مرکز چې "ویش منډي" ورته وایي او هره ورځ په زرگونو خلک د افغانستان او پاکستان نه د کاروبار لپاره ورځي، تړل شوی دی."

د ښاغلي اڅکزي په وینا د سپین بولدک ټول بازار بند دی، تجارتي مرکزونه ټول بند دي، ځکه خلک په انتخاباتي پروسې بوخت دي.

نورزمان اڅکزی وایي د افغانستان او پاکستان په پوله ټینگ امنیتي تدابیر نیول شوي د انتخاباتي حوزو امنیت نیول شوی او افغان پوځ د پاکستاني پوځیانو سره په گډه د پولې امنیت څاري.

د هغه په وینا د پولې بلې غاړې ته په پاکستان کې هم پوځ ټینگ امنیت نیولی دی، ځکه د هغه په وینا په سرحد پرتو کلیو او بانډو کې هم خلک په انتخاباتو کې گډون کوي.

د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل وایي په کندهار ښار کې هم سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي او د جمعې د ورځې را وروسته د ښار ټولو واټونه د موټرو او موټرسایکلونو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي. یوازې هغو وسایطو ته، چې دمخه اجازه یې ترلاسه کړې وي په واټونو کې د تګ اجازه ورکول کیږي.

د افغانستان د ٣۴ ولایتونو څخه په ٣٢ ولایتونو کې د ولسي جرگې ټاکنې د اکتوبر په ١٨ وشوې، خو خو په کندهار کې دغه ټاکنې پدې خاطر وځنډیدې چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او ددې ولایت د امنیت رئیس د ولایت د والي په دفتر کې په یو ترهگر برید کې ووژل شول.

د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وایي چې د کندهار د خلکو او د ټاکنو د کمیسیون د وړاندیز سره سم، د ملي امنیت د شورا په فوق العاده غونډه کې پریکړه وشوه چې په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډیږي.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د معروف او نیش ولسوالیو پرته، چې امنیتي وضعیت یې سم نه دی، په نورو ټولو ۱۴ ولسوالیو کې په ۱۱۱۲ محلونو کې ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG