د لاس رسي وړ اتصالات

روسي استازی ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې


ښاغلی کابلوف وایي د امریکا "ماتې" د روسیې د نفوذ پراخېدو ته لار پرانیستله
ښاغلی کابلوف وایي د امریکا "ماتې" د روسیې د نفوذ پراخېدو ته لار پرانیستله

د روسیې یو لوړ پوړی دیپلومات په دې باور دی چې په افغانستان کې د "امریکا ناکامۍ" مسکو ته لار پرانیسته چې په دغه هېواد کې خپل اغیز زیات کړي.

د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وايي چې ډېر افغانان اوس روسیې ته د یوې داسې منځګړې په توګه ګوري چې د سیاسي بهیر په پرمختګ کې مرسته کولی شي.

ښاغلي کابلوف د چهارشنبې په ورځ (فبروري۱۳) اسوشیتډپرس ته وویل چې امریکا افغانستان کې "پوره ناکامه" شوې ده. هغه وايي دا د امریکا په ګټه ده چې له افغانستان څخه ژر تر ژره ووځي او له جګړې وروسته افغان حکومت سره مالي مرستې وکړي.

ښاغلی کابلوف داسې مهال دا خبره کوي چې همدا څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۰کاله پوره شول. شوروي ځواکونه په افغانستان کې شاوخوا نهه کاله پاتې شول.

نوموړي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ناکامیو خبرې کړې وې. دا په داسې حال کې ده چې ځیني افغان او امریکایي چارواکي تور لګوي چې روسیه په افغانستان کې له طالبانو سره مرسته کوي او اړیکې ورسره پالي.

تېره اونۍ په مسکو کې "بین الافغاني" غونډه وه چې د طالبانو استازو، مخکني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو جهادي او سیاسي څېرو په کې برخه اخیستې وه. خو په غونډه کې د افغان حکومت کوم استازی نه و.

په همدې حال کې امریکايي پلاوي له طالبانو سره په خبرو بوخت دی چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د حل یوه سیاسي لار پيدا کړي. دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري ديره دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي.

XS
SM
MD
LG