د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د پوځ د ویستلو پر نیټې موافقه نه ده شوې- امریکا

دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰ امریکایي سرتېري افغانستان کې دیره دي
دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰ امریکایي سرتېري افغانستان کې دیره دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د ویستلو پر نېټې هېڅ موافقه نه ده شوې.

د بهرنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې راغلي چې د امریکا په پوځي ماموریت کې هر ډول بدلون به حالاتو ته په کتو راځي.

دا په تېرو څو مېاشتو کې د افغانستان په اړه د امریکا لومړی څرګند پیغام بلل کېږي.

ملت د کلنۍ وینا په ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې په افغانستان کې له دوه لسیزو جګړو او نښتو وروسته، امریکا د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

ټرمپ ونه ویل چې له افغانستان څخه ټول امریکايي پوځیان وباسي خو ټینګار یې وکړ چې که د سولې موافقه وشوه، نو د خپلو عسکرو شمېر به راکم کړي.

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې لا تر اوسه پورې ورته دا نه‌ده معلومه چې د سولې خبرې به کامیابې شي او که نه، خو پکار ده چې سوله وشي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی. له افغانستان څخ د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو مهم شرط بلل کیږي.

دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰ امریکایي سرتېري افغانستان کې دیره دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې او تجهیزات ورکوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG