د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې امریکا ته د برید خبرداری ورکړی


ښاغلی پوتین وویل هغه هېوادونه به هم په نښه کوي چې اتومي توغندي په کې ځای پر ځای کیږي
ښاغلی پوتین وویل هغه هېوادونه به هم په نښه کوي چې اتومي توغندي په کې ځای پر ځای کیږي

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خبرداری ورکړ که واشنګټن اټمي میزایل په اروپا کې ځای پر ځای کړي، مسکو به امریکا په نښه کړي.

هغه ویلي دي چې روسیه به هغه هېوادونه هم په نښه کړي چې دا میزایل په کې ځای پر ځای کیږي. ښاغلي پوتین د چهارشنبې په ورځ (فبروري۲۰) د روسیې ولس ته په خبرو کې وویل مسکو هېڅکله هم له واشنګټن سره د ښکېلتیا هڅه نه دی کړی بلکې هڅه یې کړې ده چې له هغه هېواد سره ښې اړیکي وپالي.

دا له امریکا سره د وسلو د احتمالي سیالۍ د پيل په اړه د ولسمشر پوتین تر ټولو تند غبرګون او خبرداری بلل کیږي. امریکا څو ورځې مخکې وویل چې له مسکو سره د لنډ او منځني واټن وېشتونکو توغندیو له تړون څخه وځي. روسیې هم وویل چې له تړون څخه وځي.

ښاغلي پوتین خبرداری ورکړ چې د دغو میزایلو د نسبولو په اړه به د روسیې غبرګون غوڅ او پرېکنده وي، خو دا یې هم وویل چې هېواد به یې په اړه لومړی ګام نه اخلي.

هغه وویل چې په اروپا کې د دغو میزایلو تر ځای پر ځای کولو مخکې باید د هغه بدې پایلې او له کبله یې پیدا کېدونکي خطرونه هم وارزول شي.

د لنډ او منځني واټن وېشتونکیو توغندیو تړون په ۱۹۸۷م کې لاسلیک شو. په تړون کې د هغو بلاستیکی میزایلو ازمایل او ځای پر ځای کول چې ۵۰۰ او ۵۵۰۰ ترمنځ واټن وېشتلی شي، بندیز لګول شوی.

XS
SM
MD
LG