د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې له افغانستان نه د امریکايي پوځ د وتلو ننګه کړې


دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰ ۰ امریکایي سرتېري دېره دي چې لویه دنده یې د افغان پوځ روزل دي
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰ ۰ امریکایي سرتېري دېره دي چې لویه دنده یې د افغان پوځ روزل دي

همدا اونۍ یو لوړ پوړي امریکايي دپلومات په مسکو کې له طالب چارواکو سره لیدلي او له افغانستان نه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.

اسوشیتتدپرس راپور ورکړی دی چې دا لیده کاته د مسکو لهدوه ورځني "بین الافغاني غونډې" ورسته وشول. لدې وړاندې په کابل کې د روسیې سفارت ویلي وو چې په مسکو کې مېشتو افغانانو دا غونډه جوړه کړې وه او روسیه په کې هیڅ ونډه نلري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې رسمي خبري آژانس (آر ټي اې) ته ویلی دي چې روسیه به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د امریکا او طالبانو په مذکراتو کې مرسته وکړي.

روسیې همدغه راز ویلي دي که د ملي امنیت د شورا نور غړي موافق وي، مسکو چمتو دی چې پر ځینو طالب مشرانو باندې د لګولو شویو بندیزونو د لېرې کولو ننګه وکړي.

د طالبانو ځینو سرچینو ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو موافقه شوې ده، خو د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره امریکايی استازي زلمي خلیلزاد وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځ د وتلو مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

افغان حکومت د مسکو په غونډه کې برخه وانخیسته او ځینې سیاستوال په دې باور دي چې په دې کار سره د افغان حکومت رول له پامه غورځول شوی دی. ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي دي چې د مسکو د غونډې ګډونوال هېڅ اجرايي صلاحیت نلري.

XS
SM
MD
LG