د لاس رسي وړ اتصالات

تراوسه له برما څخه ۷۳زره مسلمانان تښتېدلي دي


د بشري حقونو د څار ډله وايي په ۱۷ سیمو کې کورونه سوځول شوي دي
د بشري حقونو د څار ډله وايي په ۱۷ سیمو کې کورونه سوځول شوي دي

په بنګلدېش کې د مرستې رسوونې ادارې وايي د روهینګیا مسلمانانو لپاره جوړ شوي کمپونه بیخي ډک شوي دي.

دغه ادارې وايي د اګست د ۲۳ نېټې څخه د سپتمبر تر درېیمې نېټې پورې له برما (میانمار) څخه ۷۳زره روهینګیايي مسلمانان تښتېدلي دي. مرسته رسوونکي وايي چې زخمي شوي روهینګیایان یې په بنګلدېش کې روغتونونو ته انتقال کړي دي.

ویل کیږي چې یو شمېر کډوال په سا لنډۍ او ځینو نورو ناروغیو اخته شوي او نور یې بیا سوی تغذیه شوي دي. د برما د راخین په ایالت کې له هغه ورسته خشونت بیا پیل شو چې د برما د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وشول.

برمايي چارواکي وايي بریدونه د روهینګیا اړوند مسلمان وسله وال کوي. د دغو عملیاتو په ځواب کې د برما پوځ د مسلمانانو په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړل.

بنګلدېش ته تښتېدلیو مسلمانانو کې یې ځینې وايي چې د برما پوځ او خلکو په راخین کې مسلمانان او کورونه یې سوځولي دي. د برما پوځ او د روهینګیا یاغیان یو بل په دا ډول بدو کړونو تورنوي.

د رویټرز د راپور په اساس د برما پوځ وايي شاوخوا ۴۰۰ یاغیان یې وژلي دي. د بشري حقونو د څار ډلې، له فضا څخه د اخیستل شویو تصویرونو له لیدلو وروسته، وویل چې په راخین کې لږ تر لږه په ۱۷ سیمو کې کورونه سوځول شوي دي.

د برما حکومت ادعا کوي چې یاغیان مسلمانان او نور د بودايانو وژلو او د هغوی د کورونو سوځولو ته هڅوي. د برما د روهینګیا مسلمانان چې ډېر د راخین په ایالت کې مېشت دي، له پخوا څخه د بودایانو له دا ډول تاوتریخوالي او خشونت سره مخامخ دي، بودایان مسلمانان بنګلدېشي کډوال ګڼي.

XS
SM
MD
LG