د لاس رسي وړ اتصالات

په زرگونو روهینگیانو د بنگله دیش سرحد ته پنا وړېده


د روهینگیا نوي کډوال په بنگله دیش کې نوي کمپ ته ورځي؛ د اگست ٢٩ مه ٢٠١٧ م کال
د روهینگیا نوي کډوال په بنگله دیش کې نوي کمپ ته ورځي؛ د اگست ٢٩ مه ٢٠١٧ م کال

بنگله دیش له څو کلونو راهیسې د څلور سوو زرو روهینگیا مسلمان اقلیت کوربه دی؛ خو اوس بنگله دیش د روهنیگیا د نویو کډوالو مخه نیولې ده.

د کډوالو لپاره نړیواله اداره وایي په میانمار کې د تندلارو او پوځ ترمنځ د جگړې له امله د روهینگیا زرهاو مسلمانانو بنگله دیش ته پناه وړې ده.

په میانمار یا برما کې چی د روهینگیا مسلمان اقلیت له کومو ستونزو سره مخامخ دی په دې اړه په ملگرو ملتونو کې د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې سیمه ایز ویاند کرس لوم نن د چهارشنبې په ورځ وویل یوازې تیره شپه د برما د راخین ولایت نه د روهینگیا ١٨٥٠٠ کسانو د بنگله دیش سرحد ته پناه وړې ده.

د بنگله دیش حکومت خپل هیواد ته د دغو کډوالو مخه بنده کړې ده. خو ملگريو ملتونو د بنگله دیش له حکومت نه غوښتي چې هغوي ته په هیواد کې د ننوتو لاره ورکړي.

بل خوا نن چهارشنبې په مالیزیا کې مسلمانو فعالانو له برما نه وغوښتل چې د راخین په ولایت کې د روهینگیا د مسلمان اقلیت له ځپلو نه لاس واخلي. د برما په شمال لویدیځ کې په وروستیو جگړو کې لږ تر لږه ١٠٩ کسان ووژل شول.

د روهینگیا مسلمان اقلیت په برما کې له ستونزو سره مخامخ دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

بنگله دیش د څو کلونو راهیسې د هغو څلور سوو زرو روهینگیانو کوربه دی چې له برما نه تښتیدلي دي. خو اوس بنگله دیش د روهنیگیا د نویو کډوالو مخه نیولې ده او ځینو یې چې دې هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله هغوی بیرته ستانه کړي.

سنوواره بیگم د روهینگیا یوه مسلمانه وايي: "وروسته له دې چې میړه مې ووژل شو له ما سره د خپلو ماشومانو د ژوندي ساتلو لپاره بله چاره نه وه. مونږ دوې شپې په غونډیو کې تیرې کړې او په پټه د سرحد نه واوښتو. ما تر اوسه خپلو ماشومانو ته خواړه ندي ورکړي او راته ژاړي.

د راخین ولایت شمالي برخه د اوکتوبر له میاشتې نه راپدیخوا چې د روهینگیا یو تندلارې ډلې په برما کې پر ځینو پوستو یو شمیر بریدونه وکړل، محاصره شوېده. برما د دې اقدام په وړاندې پوځي غبرگون وښود او له امله یې د روهینگیا ٨٧ زرو کسانو بنگله دیش ته پناه یوړله. هغوی د قتل، جنسي تجازو او د کلیو د سوځولو له هیبتناکو پېښو سره مخامخ شوي وو.

د روهینگیا د تندلارو او پوځ ترمنځ د تیرو شپږو ورځو په جگړو کې لږ تر لږه ١١٠ کسان وژل شوي او په زرگونه نور بنگله دیش، تایلند او مالیزیا ته کډه شوي دي.

د تایلند صدراعظم پریوت چن اوچا وویل: د نورو سرحدي جگړو په څیر چې د ډیرو خلکو د کډوال کیدو لامل شولې، مونږ د سرپنا د جوړولو لپاره ځان چمتو کوو او د مرستو لپاره به نور کارکونکي سیمې ته ولیږو.

په لسگونو مظاهره کوونکي نن چهارشنبې د مالیزیا د مسلمانانو د مشورتي شورا د سازمان په مشرۍ د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې د برما د سفارت مخ ته راټول شوي و او د خپل حکومت نه یې غوښتنه کوله چې که د برما مشره انگ سان سوچي د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي د بندولو اقدام نکوي، نو د برما ټول اتباع دې له مالیزیا نه وشړل شي.

د مالیزیا د مسلمانانو د مشورتي شورا د سازمان مشر محمد عظمي عبدالحمید وايي: مونږ د برما نه غواړو چې د روهینگیا په وړاندې ظلم، قساوت، قتل او کړاو پای ته ورسوي. دا ظلم یوازې د روهینگیا اقلیت نه اغیزمن کوي بلکې په ټوله برما باندې بده اغیزه کوي.

په مالیزیا کې شاو خوا ١٢٠٠ روهینگیایان اوسیږي. هغوی هڅه کوله چی په مظاهرو گډون وکړي، خو لږ تر لږه ١٥٥تنه یې د لږ وخت لپاره د اسنادو په تړاو بندیان شول.

XS
SM
MD
LG