د لاس رسي وړ اتصالات

په میانمار کې ۸۵۰۰ زندانیان وبخښل شول


د میانمار حکومت وايي دا کسان یې د ښه نیت په موخه خوشې کړي دي
د میانمار حکومت وايي دا کسان یې د ښه نیت په موخه خوشې کړي دي

د میانمار حکومت په یوې تازه پرېکړې کې ۸۵۰۰ زندانیان بخښلي دي چې د چارواکو په خبره ۳۶ سیاسي بندیان او ۵۱ بهرنیان هم په کې شامل دي.

د میانمار د جمهوري ریاست اعلامیه وايي چې په بخښل شویو بندیانو کې یې ډېر د پاخه عمر لروونکي وو او یو شمېر په کې داسې هم وو چې په وړو جرمونو نیول شوي وو.

په تایلند کې د سیاسي زندانیانو سره د مرستې د یوې ټولنې مشر بو کیې اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې ټولنه یې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو د خبر په تائید پسې ګرځي.

نوموړي وویل "دقیقاً نپوهیږو چې ۳۶ سیاسي زندانیان خوشي شوي که نه؟ ځکه لا هم د هغوی خپلوان د زندان مخې ته د هغوی په تمه ولاړ دي". د دغې ټولنې د شمېرو له مخې دا مهال په میانمار کې ۵۴ سیاسي بندیان شته.

د میانمار نوي ولسمشر وین مینت دغه ۸۵۰۰ بندیان وبخښل. د میانمار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې آنګ هلاتون په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې دغه بندیان د میانمار د نوي دودیز کال په درشل کې د ښه نیت په موخه بخښل شوي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې انګ سان سوچي د میانمار له پوځ نه واک ترلاسه کړ او ژمنه یې وکړه چې سیاسي بندیان به ازادوي. هغې په دوو میاشتو کې ۲۰۰ سیاسي بندیان خوشې کړل.

د میانمار د حکومت منتقدین وايي د سیاسي انګیزو په اساس حکومتي چارواکي لا هم سیاسي فعالان، خبریالان او نور نیسي.

XS
SM
MD
LG