د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د روهینگیا ماشومان په شخړو کې گیر او هیر شوي


د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو اداره یا یونیسف وایي چې د میانمار د رخاین په ایالت کې د روهینگیا زرگونه ماشومان په شخړو کې ښکیل شوي او په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې زندانونه به ترینه هم ښه وي. یونیسف وایي چې دغه ماشومان حتی د ژوند اساسي ضرورتونو ته لاسرسی نلري.

تراوسه پورې په میانمار کې د کورنۍ شخړو د لاسه د شپږو لکو نه زیات روهینگیایي مسلمانان خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شویدي او بنگله دیش ته یې کډه کړیده. د یونیسف راپور وایي چې په دغو کې د نیمایي نه زیات ماشومان دي.

د یونیسف یو لوړپوړي مشاورې ماریکسي میرکاډو په وروستیو کې میانمار ته سفر کړیدی. هغې وویل چې په میانمار کې د ماشومانو د حالت صحیح اندازه ځکه ډیره مشکله ده چې د دغو ماشومانو سره د تماس لارې بندي دي.

خو هغې وویل چې بیا یې هم د رخاین په ایالت کې د روهینگیایي ماشومانو په هکله یو څه معلومات راټول کړیدي. هغه وایي چې شاوخوا ٦٠ زره ماشومان اوس هم په رخاین کې موجود دي. په رخاین کې دغه ماشومان چې په شخړو کې ښکیل دي، په ٢٣ کمپونو کې په ډیر بد حالت کې لکه د زندانیانو ژوند کوي. دغه کمپونه په ٢٠١٢ کال کې د شخړو نه وروسته جوړ شویدي.

اغلې میرکاډو دوو کمپونو ته ورغلي ده. هغې وویل "دغه دوه کمپونه د سمندر د کچې نه ښکته دي. په دوي باندې د ونو سیورې نشته. دا کمپونه په ډیر چټل او بدحال کې دي. چارچاپېره ترې ښځلې پرتې دي."

هغې وویل چې دغه ماشومان د ژوند د اساسي ضرورتونو سره سره د تعلیم مواقعو ته هم ضرورت لري.

یونیسف د نړیوالو نه غوښتنه کړیده چې د دغو ماشومانو د حالت د ښه کولو لپاره خپله برخه رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG