د لاس رسي وړ اتصالات

غني او متیس: د امریکا نوې تگلاره پاکستان ته یو ښه فرصت دی


افغان او امریکایي مقاماتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نوې ستراتیژي د پاکستان لپاره نوی فرصت وباله
افغان او امریکایي مقاماتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نوې ستراتیژي د پاکستان لپاره نوی فرصت وباله

​غني او متیس وايي د امریکا نوې تگلاره پاکستان ته ښه موقع ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې داخل شي.

د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په کابل کې له ولسمشر غني او ناټو له عمومي منشي ینس ستولتبرګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا هم وویلاوس منتظر دي چې وګوري ایا پاکستان دا او که کومه بله لار انتخابوي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ اجازه به ورنکړي چې افغانستان یو وار بیا د نړیوالې ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل شي. جنرال متیس د افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان ملاتړ او له افغانستان سره په مرستو ټېنگار وکړ.

د ناټو سرمنشي، ینس ستولتبرګ بیا له افغان ځواکونو سره د ناټو غړو هېوادونو د مرستې ژمنه بیا تازه کړه او وویل پوهیږي چې په افغانستان کې د دوی شتون په زیات مالي او ځاني تاوان تمامیږي خو نه شتون به تر دې هم گران پریوځي.

د ناټو سرمنشي وویل لږ تر لږه تر ۲۰۲۰ کال پورې به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د کال یو میلیارد ډالر مرسته کوي.

ښاغلي غني، جنرال متیس، او ښاغلي ستولتنبرګ نن د چهارشنې په ورځ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د ملاتړ، او په دې هېواد کې د ثبات او امنیت د ټینګېدو او همدارنګه د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

په دغه ګډ کنفرانس کې د افغانستان او نړۍ په سیاسي تغییراتو او نویو فرصتونو باندې خبرې وشوې او دا چې دا فرصتونه څنګه ثبات ته لاره هواره کړي.

ولسمشر غني وویل چې افغانستان به په دوو محورونو کې د سولې خبرې تعقیب کړي چې یو یې د هغه په وینا پاکستان سره سوله ده ( دولت له دولت سره سوله) او بله یې هم بین الافغاني سوله ده.

ښاغلي غني یو ځل بیا د وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې نوي شرایط درک کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ښاغلي غني له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول له روسیې او هند څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي او د ترهګرۍ خطر دي جدي ونیسي.

ولسمشر غني، له ترهګرۍ د سره د افغانستان مبارزه (پر حق) وګڼله او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت تګلاره یې پاکستان ته یو فرصت وباله.

XS
SM
MD
LG