د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د سولې د عمل پرپلان خبرې پیل کړې


کابل د دوشنبې ورځې غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ درییمه غونډه ده چې په کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کیدو خبرې کیږي.
کابل د دوشنبې ورځې غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ درییمه غونډه ده چې په کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کیدو خبرې کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د عمل پلان په درییمه غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل، چې میرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

ښاغلي مستغني وویل، دا پلاوی به د دواړو هیوادونو د سولې د عمل د پلان درېیمه ناسته کې په سوله او له ترهګرۍ سره په مبارزې خبرې وکړي.

احمد شکیب مستغني وویل" ‪ دا درېیمه ناسته د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې پيل شوه. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی پکې برخه لري او د ورځې په پای کې به د ناستې جزئیات شریک کړو‪".

د افغانستان او پاکستان د سولې د عمل د پلان دوه اړخیزو ناستو لړۍ د فبرورۍ په یوولسمه پاکستان ته د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغانستان د پلاوي له سفر وروسته بې نتجې پای ته ورسیدله.

افغانستان له پاکستان غوښتي وو، چې ترهګر دې وځپي او روزنځایونه دې له منځه یوسي، د تمویل لارې دې پرې بندې کړي او د کارونه دې د مهالویش په اساس په عملي ډول ترسره کړي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو ناستو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه، چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې د خونړیو بریدونو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر د دغو بریدونو په اړه پاکستاني چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ.

د دغه سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی د فبرورۍ په درېیمه افغانستان ته راغی او افغان چارواکو سره د کتنو په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د عمل په پلان هوکړه شوه.

افغان حکومت وايي، چې ټاکل شوې د راروانې جمعې په ورځ به د پاکستان صدراعظم هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG