د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز د هوايي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان نه دی ورکړل شوی


د برید سیمه
د برید سیمه

په کندز کې د ۲۰۰۹ کال د ناټو په هوايي برید کې د یو شمېر وژل شویو افغانانو مدافع وکیلان وايي چې د قربانیانو کورنیو ته لا هم تاوان ورکړل شوی نه دی.

له دغو کورنیو سره ژمنه شوې وه چې د مالي او ځاني زیانونو جبران به ورکول کیږي. مدافع وکیلان وايي د ناټو د جرمني ځواکونو هغه قومندان چې د دغو هوايي بریدونو امر یې کړی و لا هم محکمه شوی نه دی.

یو مدافع وکیل کریم پوپل د جرمني حکومت تورن کړ چې له تاوان ورکولو اوږې سپکوي. دا هوایي برید ټیک لس کاله مخکې هغه وخت شوی و چې خلک د دوو تښتول شویو ټانکرونو څخه د تیلو اخیستلو ته راټول شوي وو. طالبانو دا دوه ټانکرونه تښتولي وو.

راپورونه وايي طالبانو دا دوه ټانکرونه خپلو سیمو ته نشول انتقالولی او د سیمې له خلکو یې غوښتي و چې ورشي او تیل ترې وباسي.

د ناټو د جرمني ځواکونو قومندان جورج کلین د دې ویرې له کبله چې طالبان دا ټانکرونه په خپلو بریدونو کې ونه کاروي، د هوايي بمبارۍ امر ورکړی و چې د ملکي خلکو په ګډون لسګونه کسان په کې ووژل شول.

ښاغلي پوپل اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې د جرمني حکومت د دغه قومندان پوځي رتبه برید جنرالۍ ته لوړه کړې ده او محکمه کړې یې نه دی.

هغه هیله وښوده چې د اروپا د بشري حقونو محکمه به په راتلونکو څو میاشتو کې دا مسئله څېړي. دې مسئلې په جرمني کې هم غبرګونونه پارولي وو او ځینو خلکو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ویستلو ټېنګار کړی و.

هغه مهال د جرمني د دفاع وزیر ویلي وو چې ټول وژل شوي کسان طالب وسله وال وو، خو راپورونو وښوده چې په برید کې ملکي خلک وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

XS
SM
MD
LG