د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د حقاني شبکې د یو خوشې شوي غړي بیا نیول کېدل


د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د حقاني شبکې یو غړی چې له زندان څخه خوشې شوی و بېرته نیول شوی دی.

ښاغلي صالح د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر درېمه ( لیندۍ ۱۳) په خپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي دغه کس شیر احمد نومېږي او کابل ته د تروریستي فعالیتونو لپاره راغلی و چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

هغه زیاته کړې چې په دې تړاو تحقیقات دوام لري.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د توافق په اساس د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره د دغې ډلې شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان له زندان څخه خوشې کړل، چې د حکومت دا اقدام په کور دننه او نړیواله کچه د یو شمیر بنسټونو او هېوادونو له غبرګون سره مخ شو او د طالب بندیانو په خوشې کولو یې اندېښنې څرګندې کړې.

د افغانستان د جمهور رئيس دویم مرستیال سرور دانش ویلي و چې د طالب بندیانو د خوشې کولو او دغې ډلې ته د امیتازاتو د ورکولو په برخه کې د حکومت اقدامات د افغانان له انتقاد سره مخامخ شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د هلمند او کندهار په جګړو کې سلګونه هغه طالبان وژل شوي چې د حکومت له زندانونو څخه خوشې شوي و.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې د توافق په اساس طالبانو ژمنه کړې چې خوشې شوي بندیان به یې بېرته جګړې کې نه ښکېلېږي، خو افغان حکومت ویلي چې طالبانو په دې برخه کې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG