د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د دوو طالب بندیانو په پرېښودو اعتراض کړی دی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د فرانسې حکومت د افغان حکومت له لوري د دوو طالب بندیانو په پرېښودو اعتراض کړی دی.

دا دوه طالب بندیان د هغو شپږو طالبانو په ډله کې دي چې افغان حکومت تازه پرېښودل.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر۱۰(وږې۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ضیاء احمد او عبدالله په نومونو دا دوه دوه طالبان د فرانسې د یو وګړي په وژلو تورن دي.

یاد هیواد ویلي چې دغه طالب بندیانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په برخه کې ددغه هیواد وګړی «بتینا گویزلارد» وژلي دي.

فرانسې ویلي چې د یادې موضوع په اړه یې له افغان حکومت سره خبرې کړي دي.

یاد هیواد تر دې مخکې هم د دغه طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالفت ښودلی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي تلفاتو د خوندیتوب مشر انتظار خادم په خپل ټویټر کې لیکلي چې وروستي شپږ طالب بندیان د افغان حکومت لخوا قطر ته لېږدول شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې د خپلو پاتې بندیانو په خلاصېدو سره په ټینګار ویلي چې د بندیانو ازادېدو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو دی.

ټاکل شوې سبا شنبه د سپتمبر ۱۲مه د قطر مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو مذاکراتو د پيلېدو هر کلی کړی او هغه یې تاریخي فرصت بللی دی.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د دغو مذاکراتو د پرانیستو پراسمو ګې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG