د لاس رسي وړ اتصالات

د پاتې ۳۲۰ جنجالي طالب بندیانو له ډلې ۸ تنه د کندهار له زندانه ازاد شول


د کندهار له زندانه ازاد شوي طالب بندیان
د کندهار له زندانه ازاد شوي طالب بندیان

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، وړمه شپه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه د طالبانو د پاتې ۳۲۰ جنجالي بندیانو له ډلې ۸ تنه ازاد شول.

په ټولنیزو چارو کې د کندهار والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري ویلي چې دغه بندیان د سولې بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو په موخه د ولسمشر غني د فرمان له مخې خوشې کیږي.

د کندهار ولایت مقام په اعلامیه کې ویل شوي:"خوشې شویو بنديانو هم خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چي پاته ژوند به د خپلو کورنيو سره په سوکالۍ کي تيروي او د جګړې ډګر ته به نه ځي."

د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر دا مهاله د دغه ولایت له زندان څخه ۱۳۷ تنه طالبان بندیان ازاد شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بلخوا داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د تېرو دوو ورځو راپدېخوا د پاتې طالب بندیانو د ازادولو لړۍ چټکه شوې ده.

داسې ویل کیږي چې وړمه شپه او پرون د څرخي پله له زندان څخه یو شمېر طالب بندیان ازاد شوي دي، خو په خپلواکه توګه تر اوسه دغه راپورونه نه دي تائید شوي.

۴۰۰ طالب بندیان چې د افغان حکومت په وینا یو شمیر یې په حق البعدي مسائلو تورن دي، ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته د هغوی د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

پر همدې مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبه سپټمبر ۲ (وږې ۱۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې دبین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره ټول خنډونه لیرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چېد بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.

XS
SM
MD
LG