د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان کنفرانس اسلام اباد کې پيل شو


د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس نن يکشنبه ډسمبر ١٩ (لېندۍ ٢٨) د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې پيل شو٠

په دغه کنفرانس کې د ياد سازمان د شاوخوا ٥٧ غړو هيوادونو تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو، چين، روسيې جرمني، فرانسې، برتانيې او ځينو نورو اروپايي هيوادونو استازو هم ګډون کړى دى٠

د طالبانو بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم د يو طالب پلاوي په مشرۍ په دغه کنفرانس کې ګډون کړى دى٠

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دغه کنفرانس په پرانيستې وينا کې د بشري کړکېچ مخنيوي لپاره له افغانستان سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې بايد له کوم قيد او شرط پرته له دغه هيواد سره مرستې دوام ولري٠


ښاغلي قريشي په افغانستان کې بشري بحران د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې نړۍ او په ځانګړي ډول د اسلامي همکاريو سازمان غړي هيوادونه دي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي٠

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د اقتصادي نظام پاشل کېدل به سيمې، اروپا او نورې نړۍ ته د کډوالۍ د زياتوالي لامل شي او هم به په دغه هيواد کې د تروريزم د زياتوالي سبب وګرځي چې پايلي به يې د نورو هيوادونو امنيت ته هم ښه نه وي٠

ښاغلي قريشي همدارنګه وويل چې د اسلامي هيوادونو همکاريو سازمان غړي هيوادونه بايد له طالبانو سره همکاري او تعامل وکړي تر څو په سياسي، ټولنيزو برخو او له تروريزم سره د مبارزې او د ښځو او نجونو د حقوقو برخه کې پرمختګونه رامنځته شي٠

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ګډون کړى دى٠

دا په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دغه هيواد د بشري وضعيت په تر ټولو لوى کنفرانس دى چي جوړيږي٠

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېره ورځ وويل چې ټاکل شوې د افغانستان د بشري وضعيت په اړه د اسلامي هيوادونـو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو کنفرانس کې د افغانانو لپاره پر بشري مرستو، د افغانستان د کنګل شوو پيسو ازادولو، د طالبانو حکــومت په رسميت پيژندلو او ځينو نورو مسايلو په اړه خبرې وشي٠

XS
SM
MD
LG