د لاس رسي وړ اتصالات

د بین الافغاني خبرو پر کامیابېدو د اسلامي همکاريو سازمان ټينګار


ټولې هڅې دې د بین الافغاني خبرو پر بریا متمرکزي شي ـ د اسلامي همکاریو سازمان
ټولې هڅې دې د بین الافغاني خبرو پر بریا متمرکزي شي ـ د اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د اوربند ټینګېدو او د سولې خبرو د کامیابه کولو غږ کړی دی.

د دغه سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمن پرون سې شنبه اکتوبر ۲۷ (لړم ۶) ویلي چې ټولې خواوې باید خپلې هڅې د سولې خبرو پر بریالبتوب باندې متمرکزې کړي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټنګېدو باندې ټينګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي العثیمن په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په هدف د افغان سولې په اړه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مکې د علماء شورا د اعلامیې پر عملي کېدو هم ټينګار کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه د اسلامي همکارۍ سارمان د اعلامیې هر کلی کړی دی.

یاد سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې د سولې بهیر پر بریالیتوب باندې ټینګار کړی دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چارواکو په وینا جګړه زیاته شوې ده.

هلمند، کندهار، تخار، کندز، خوست، میدان وردګ، بدخشان او کابل له هغو ولایتونو څخه دي چې په دې وروستیو کې پکې وسله والې نښتې او سړک غاړې ماین چاودنې زیاتې شوي دي.

بلخوا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په تېرو نهو میاشتو کې په جنګ جګړو کې ۲۱۱۷ ولسي خلک وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. یوناما وايي چې په قطر کې د سولې د خبرو په پېلېدو سره هم افغانستان کې تاوتریخوالی کم نشو.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیستل کېدو څخه څه باندې یوه میاشت تیریږي، خو لا هم دواړې غاړي مخامخ خبرو ته نه دي حاضرې شوي.

بلخوا د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره فرصت تل نه وي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي:" زه سیمې ته بېرته خواشینی را وګرځېدم، د اورکم د کموالي له ژمنو سره سره بیا هم اور کم نشو. د سیاسي جوړ جاړي لپاره کړکۍ تل پرانیستې نه وي."

ښاغلي‌ خلیلزاد په خپل ټویټ کې د « سیمې ورانکاري» تورن کړي دي چې د افغانانو وینې تویوي، خو هغه د هېڅ یو هېواد او یا کوم کس نوم نه دی یاد کړی.

XS
SM
MD
LG