د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د ناټو له موقف نه ملاتړ وکړ


د ناټو ملکي استازي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ او د همکاريو د دوام په ډاډ ورکړی
د ناټو ملکي استازي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ او د همکاريو د دوام په ډاډ ورکړی

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، د افغان سولې او ددې هیواد نه د شرایطو په بنسټ د وتلو په اړه د ناټو د موقف څخه ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اونۍ وویل چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم، د سولې خبرې پيل او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات نن چهارشنبه فبروري ۱۷( سلواغې ۲۹) ویلي چې افغان حکومت د زرګونو طالب بندیانو په ازادولو سره د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، خو وایي چې طالبان د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمخ بیولو لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

په بیان کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان د سولې د روان بهیر او د شرایطو په اساس په افغانستان کې ددې سازمان د حضور له دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي. موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د "شرایطو پر بنسټ" دریځ، د سولې بهیر د بریا، د تیرو دوه لسیزو د ولسواکۍ او بشري حقونو سختو لاسته راوړنو د ساتنې او په افغانستان کې زموږ د ګډو قربانیو د درناوی لپاره، خورا اړین دی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو، د ترهګرو ډلو سره د خپلې اړیکې په پرې کولو، په ښه نیت سره د سولې خبرو ته دوام ورکولو او د خوشې شوي بندیان د جګړې ډګر ته د بیرته راستنیدو څخه په مخنیوي کې د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) وویل چې نړیوال ځواکونه به تر «مناسب وخت» پورې له افغانستان څخه ونه وځي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې د ناټو هېڅ‌ غړی نغواړي له ضرورت زیات وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هېواد به په غیر مناسب وخت کې پرېنږدي. نوموړي ونه ویل چې مناسب وخت به څنګه او کله راځي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن چهارشنبه د ناټو د دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل حضور په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د تیرې دوشنبې په ورځ له افغان سرتیرو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل وویل تمه ده چې ناټو د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو د زده کړې، مشورې ورکولو او مرستې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یې د ياد سازمان د ملاتړ پر اهمیت ټینګار او د ناتو په ګډون د افغانستان او نړیوالو ملګرو ترمنځ د لا همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو زویر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د لیدنې پرمهال له افغان ځواکونو سره د یاد سازمان پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ناټو ملکي استازي اسټفانو پونټه کورو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دې سازمان د ملاتړ او د همکاريو د دوام په ډاډ ورکړی.

XS
SM
MD
LG