د لاس رسي وړ اتصالات

د کویټې د مستونگ انتخاباتي کمپاین حملې کې ١٢٨کسان وژل شوي 


د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د نوي سیاسي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ پر کاندید نواب سراج رییساني باندې بمي برید شوی چې په نتیجه کې د هغه په شمول ١٢٨ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې د ټپیانو حالت ته په کتو سره کیدای شي چې د مړو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

د بلوچستان حکومت د دوو ورځو لپاره ماتم اعلان کړی او نن د شنبې په ورځ په ټولو دولتي ودانیو د پاکستان بیرغونه نیم ځوړند دي.

د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال د مستونګ د مرستیال کمشنر له خولې ویلي صوبایي اسمبلۍ ته د مستونګ سیمې د کاندید سراج رییساني په انتخاباتي کمپاین باندې د مستونګ په درینګړ نومې ځای چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوي سیاسي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ وژل شوی کاندید سراج رییساني
د نوي سیاسي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ وژل شوی کاندید سراج رییساني

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، سعودي عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو د پاکستان پدغو بریدونو اندیښنه ښودلې او هیله یې څرگنده کړې چې پاکستاني چارواکي د انتخاباتو پر وخت د کاندیدانو او د هغوی گد پلویانو امنیت وساتي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نویرت د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې "د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې مونږ د جنوبي اسیا د ټولې سیمې او پاکستاني ولس تر شا ولاړ یو".

په مستونگ کې د برید وروسته ټپیان روغتونو ته وړل شوي او پخپله سراج رییسانی په ځانګړي هیلکوپټر کې د کوټې پوځي روغتون یووړل شو،‌ خو د سختو ټپونو په وجه یې ساه ورکړه. سراج ريیسانی د بلوچستان د پخواني وزیراعلی نواب اسلم رییساني کشر ورور دی.

اسلم رییسانی هم د خپل ورور په خلاف د مستونګ له بلې سیمې څخه د ازاد کاندید په توگه صوبایي اسمبلۍ ته ځان کاندید کړی و.

پولیس وایي دا ځانمرګی برید و، خو تر اوسه یې چا پړه په غاړه نده اخیستې. دا پداسې حال کې دي چې د بلوڅو خپلواکي غوښتونکو سازمانونو دمخه خبرداری ورکړی و چې څوک دې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

په پاکستان کې د را روانو عامو انتخاباتو پر کاندیدانو باندې دا درېیم لوی برید دی چې به درو ورځو کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG