د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: د کشمیر په مسئلې له هند سره جنگ نه کوو


قریشي وویل چې له هند سره د جنګ امکان نه لیدل کیږي
قریشي وویل چې له هند سره د جنګ امکان نه لیدل کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وایي چې د کشمیر په اړه د هند سره د جگړې امکان نشته دی.

د هند د صدراعظم د کشنمیر د ځانگړي حیثیت د ختمولو نه وروسته د پاکستان حکومت سخت احتجاج کړی و او د پوځ مشر په یوې وینا کې ویلي و چې د کشمیر په اړه به د خپل مسولیت پوره کولو په خاطر تر هره بریده پورې ورشي.

ښاغلي قریشي یوې خبري غونډې ته وویل: "پاکستان پوځي لارې چارې نه لټوي. مونږ د دې مسئلې د حل لپاره یو سیاسي، قانوني او ډپلوماتیکه لاره لټوو"

د پاکستاني چارواکو د عکس العمل نه وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ د یوې بلې پوځي شخړې د پاریدو اندیښنه پیدا شوي وه خو د قریشی دغه وینا ښیي وضعیت تر یو بریده سم کړي.

د پاکستان او هند ترمنځ دوه جنگونه شویدي خو د هغې نه وروسته چې دواړه ملکونو اتومي قدرت ترلاسه کړیدی د دوي ترمنځ اړیکې سمي دي.

XS
SM
MD
LG