د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته بیا د سولې د خبرو وړاندیز کوو- عمران


هند څه موده مخکې د عمران خان د سولې وړاندیز رد کړ
هند څه موده مخکې د عمران خان د سولې وړاندیز رد کړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په هند کې له ټاکنو وروسته به نوي ډهلي ته بیا د سولې او مذاکراتو وړاندیز وکړي.

هند یو وارې مخکې د ښاغلي خان د سولې د خبرو وړاندیز رد کړی و.

عمران خان سعودي ته تللی چې پاکستان ته بهرني پانګوال وهڅوي. هغه په ریاض کې د پانګونې په یوې غونډې کې وویل" ما چې کله انتخابات وګټل او واک ته ورسېدم لومړی کار مې دا وکړ چې هند ته مې د سولې لپاره لاس وغځوه، دا وړاندیز ونه منل شو."

هغه وویل چې دی لا هم ناهیلی نه دی او انتظار کوي چې د هند ټاکنې ختمې شي او بیا به له نوي ډهلي سره د سولې د خبرو د پيلولو هلې ځلې پيل کړي.

څو ورځې مخکې په نیویارک د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنو چارو له وزیر سره له خبرو ډډه وکړه. عمران خان دا یو تکبر عمل وباله.

هند له ډېر پخوا څخه پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې اورپکی روزي، پالي، ننګه یې کوي او پر هند یې د بریدونو لپاره برابروي. د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس هند د همالیا د غرونو په لړیو کې د کشمیر د کنترول پر لیکې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

هند او پاکستان له لسیزو راهېسې له یو بل سره ښې اړیکي نه پالي. په ۲۰۰۹ کال کې یوې ترهګرې ډلې د هند په مبمۍ کې برید وکړ، لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل. هند وویل چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی او پاکستانۍ ترهګرې ډلې کړی دی.

عمران خان داسې مهال له هند سره د سولې د مذاکراتو د پیلولو خبره کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او هڅه کوي چې له نړیوال بانک، سعودي او ځینو نورو هېوادونو څخه پور ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG