د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر ډیورنډ کرښې د پوستو جوړولو لړۍ چټکه کړې


د کونړ والي وايي افغان ځواکونو ته یې ویلي دي چې د پاکستان د تحرکاتو مخه ونیسي
د کونړ والي وايي افغان ځواکونو ته یې ویلي دي چې د پاکستان د تحرکاتو مخه ونیسي

ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومانداني وايي پاکستاني نظامیانو دکونړ ننګرهار او نورستان په ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په صفري نقطو کې تازه خوځښتونه پیل کړي چې پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

د کونړ والي عبد الستار میرزکوال وايي سرحدي ځواکونو ته یې د پاکستاني نظامیانو د تحرکاتو په مقابل کې د برید کولو امر کړی دی.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال ایوب حسین خېل وايي که پاکستاني ځواکونو د اغزن سیم غځول او تازه پوستو جوړېدل بند نه کړي نو دوی به یې پر ضد نظامي اقدامات وکړي.

خو ډېر شمېر ولسي خلک وايي پاکستاني نظامیانو له تېرې اوږدې مودې راهیسې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو او د کرښې دې غاړه کې د تازه پوستو جوړولو لړۍ روانه ساتلې ده.

دوی وايي نه خو تر اوسه حکومت کوم عملي اقدام وکړ او نه یې په دې پلو کې د پاکستانیانو د تازه پوستو د جوړېدو مخه ونیوله.

د کونړ د سرکاڼو یو شمېر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي پاکستانیانو یې د ولسوالۍ په څو کیلومترۍ کې تازه پوستې جوړې کړي دي. دوی وايي دا پوستې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی هم مني چې پاکستاني نظامیانو د ډیورنډ کرښې دې غاړې کې له اغزن سیم غځولو سره-سره تازه پوستې هم جوړې کړي دي.

هغه وايي د پاکستاني پوځ د دغه کار د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

خو د ډېرو خلکو نیوکه داده چې افغان حکومتي ځواکونو او چارواکو د پاکستاني نظامیانو د تحرکاتو په مقابل کې ډېر کله د عمل پر ځای یوازې په تونده ژبه او تش ګواښ کولو بسنه کړې ده.

خو د پاکستان پوځ او ملکي چارواکو لا په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG