د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ډیورند په کرښې د کټارو لگول په دوو کلو کې مکملوي


پاکستان وایي د افغانستان سره د ډیورنډ په کرښه د کټارو لگولو کار د دوو کلو په مودې کې مکملوي.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل چې د کټارو د لگولو هدف یې د ترهگرۍ او د نشي توکو د قاچاق مخنیوې دی او دغه به په دوو کلو کې بشپړ شي.

هغه زیاته کړه چې د کټارو لگولو سره به د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ښه والی راشي.

پاکستان د ډیورنډ په پولې د کټارو د لگولو فیصله په خپل سر کړېده او د افغان حکومت سره یې هیڅ ډول سلا نده کړي. د افغانستان حکومت دغه د نړیوالې موافقې نه سرغړونه بولي.

د پاکستان حکومت وایي چې غواړي د دواړو ملکونو ترمنځ د غیرقانوني تگ راتگ مخه ونیول شي.

ښاغلي فیصل په پاکستان کې د میشتو افغانو مهاجرینو د بیرته تگ په اړه وویل چې پدی اړه د یوې نوي طرحې په جوړولو کار روان دي او ډیر ژر به د افغاستان یو هیت پاکستان ته ورشي چې د افغانانو د بیرته تگ لپاره یوه ښه او جامع پلان جوړ شي.

XS
SM
MD
LG