د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ مسیحۍ په فرانسه کې پناه غواړي


آسیه بي بي پاکستان کې اسلام ته په سپکاوي تورنه شوې وه
آسیه بي بي پاکستان کې اسلام ته په سپکاوي تورنه شوې وه

په داسې حال کې چې فرانسه پلان لري پاکستانۍ مسیحۍ آسیه بي بي ته افتخاري تابعیت ورکړي، هغې هم ویلي چې غواړي فرانسه کې سیاسي پناه واخلي.

اسیه بي بي د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۴) د فرانسې آر ټي ال راډیو سره په مرکې کې وویل چې غواړي په فرانسې کې ژوند وکړي او همدلته پاتې شي.

هغې وویل:" زما لویه هیله دا ده چې په فرانسه کې ژوند وکړم. فرانسه هغه هېواد دی چې ماته یې نوی ژوند راوبخښه."

د فرانسې یوې خبریالې اني-اسابېل ټولېټ د هغې د خوشې کېدو لپاره کمپاین پیل کړی و او بیا یې په ګډه د هغې د ژوند داستان کتاب کړ. دا کتاب "بلاخره آزادي"نومیږي چې په سمپتمبر کې به بازار ته راووځي.

آسیه بي بي په پاکستان کې اسلام ته په سپکاوي تورنه او بیا په اتو کلونو بند محکومه شوې وه. د پاکستان ډېرو مذهبي ګوندونو هغې ته د اعدام سزا غوښتله، خو له څو کلونو توقیف وروسته محکمې هغې ته براآت ورکړ.

آسیه بي بي بیا له خپلې کورنۍ سره یو ځای کاناډا ته ولاړه او مدافع وکیل یې "سیف الملوک" هم له ډیرې ویرې پاکستان پریښودو ته اړ شو.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې فرانسه د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۵) هغې ته افتخاري تابعیت ورکړي. د اسیې بي بي مېړه عاشق مسیح له برتانیا، کاناډا، ایټالیا او امریکا څخه د پناه غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG