د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان "شاهین۲" توغندی وازمایه


د پاکستان پوځ وایي دا توغندی ۱۵۰۰ کیلو مېتره واټن وهلی شي
د پاکستان پوځ وایي دا توغندی ۱۵۰۰ کیلو مېتره واټن وهلی شي

د پاکستان پوځ وایي د "شاهین۲" په نامه یې یو توغندی په بریالي ډول وازمایه چې هسته یې کوپړۍ هم لېږدولی شي.

د پاکستان پوځ وايي دا توغندی له ځمکې څخه ځمکې ته تر ۱۵۰۰ کیلو مېتره پورې واټن وهلی او هدف په نښه کولی شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دغه توغندي د توغولو او بریالي ازمایل کېدو خبر په خپل ټویټر کې خپور کړی.

د پاکستان د پوځ اعلامیه وایي دا توغندی د پنجشنبې په ورځ (مۍ۲۳) ازمایل شوی دی او په عرب سمندر کې غورځېدلی دی.

پاکستان داسې مهال دا توغندی ازمايي چې په ګاونډ کې یې د هند ټاکنې تازه ختمې شوي دي.

دواړه، هند او پاکستان، اتومي وسلې لري او اړیکې یې هم ښې نه دي، څو میاشتې مخکې دواړو هېوادونو ادعا وکړه چې پر یو بل یې هوایي بریدونه هم کړي دي.

ي دي.

XS
SM
MD
LG