د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او هند په یو بل د توغندیو د ویشتلو گواښونه کړي


پاکستان او هند د هغې نه وروسته چې یې اړیکې خرابې شویدي، څو وارې یو بل ته په توغندیو د ویشتلو گواښونه کړې.

د روپټرز رپورټ لیکي چې په واشنگټن، هند او اسلام اباد کې ورته حکومتي سرچینو ویلي دي چې هند پاکستان ته لږترلږه شپږ وارې په توغنیدو د ویشتلو خبرداری ورکړیدی او پاکستان په ځواب کې ویلي چې هغوي به د یو په بدل کې دوه توغندي وار کړي.

د پاکستان او د هند اړیکې د هغې وخت راهیسې خرابې دي چې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې په یو برید کې ۴٩ تنه هندي عسکر ووژل شول او په پاکستان کې میشتې د جیش محمد ترهگرې ډلې یې مسولیت ومانه​.

کله چې د پاکستان او هند اړېکې تر دی حده خرابې شوې چې د جنگ خطر پیدا شو نو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د دواړو ملکونو د حکومت نه وغوښتل چې د زغم نه کار واخلي.

د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو تر دې حده خرابیده ښایي چې د کشمیر لانجه ډیره مهمه ده او دغه لانجه تر اوسه پورې د نړۍ یوه د تر ټولو زیاته خطرناکه ده.

XS
SM
MD
LG