د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان هندي پیلوټ هند ته وسپاره


پاکستاني مقاماتو هغه هندي پیلوټ چې په کشمیر کې پاکستاني سرتیرو نیولی و، بیرته هند ته وسپاره.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، دمخه اعلان کړی و چې دغه پیلوټ سولې ته د پاکستان د ښه نیت د څرگندولو په مقصد خوشې کوي.

دغه هندي پیلوټ پداسې حال کې پاکستاني پوځیان ورسره وو د جمعې د ورځې په لومړیو کې د لاهور ښار څخه د هند سرحد ته انتقال شو.

پاکستاني پوځیانو ویلي وو چې ددغه پیلوټ جنگي الوتکه د چهارشنبې په ورځ (کب ٨) د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې لویدلې وه.

دغه پیلوټ چې غیر پوځي لباس یې په تن و هندي پوځیانو له خوا پاکستاني پوځیانو ته وسپارل شو.

په دې وروستیو کې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه زیاته شوې، عمران خان په ویلي دي جګړه نغواړي او هندي چارواکو ته یې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي خان ویلي چې خپل د سولې پلان یې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته هم استولی دی، خو ویې نه ویل چې ښاغلي مودي ورته ځواب ورکړی که نه.

په همدې حال کې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوې دي. هندي ځواکونه وايي چې پاکستاني پوځیانو یې پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.

اسوشیتډپرس وایي د هند د پوځ یو ویاند ویلي دي چې هغوی هم د پاکستان د دغو بریدونو ځواب په ډزو ورکړی دی. راپورونه وايي چې ځینې توغندي د ولسي خلکو په سیمو کې لګېدلي دي خو د تلفاتو راپور لا ورکړل شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، برتانیا او اروپايي ټولنې له پاکستان او هند څخه غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي او جګړه دې نکوي.

XS
SM
MD
LG