د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د یو ډالر بیه ۲۳۲ روپیو ته لوړه شوه 


د پاکستان د اسعارو په بازار کې یو ډالر په ۲۳۲ پاکستاني روپیو تبادله کیږي او سوداکر وایي په ازاد بازار کې یو ډالر په ۲۴۰ روپیو خرڅیږي.

د رپوټونو له مخې نن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ډالر په بیه کې دوه روپۍ او ۱۸ پیسې زیاتوالی راغلی دی، تیره ورځ د پاکستان په انټر بانک مارکيټ کې د یو ډالر بیه ۲۲۹ روپۍ او ۸۲ پیسې وه.

د امریکاغږ ډیوه راډیو د رپوټ له مخې د پاکستان د اسعارو د تبادلې د اتحاديې مشر ملک بوستان ویلي چې په هیواد کې د راغلو سېلابونو له امله د فصلونو حاصلاتو او اقتصاد ته تاوان اوښتی چې له امله يې پاکستان واردات زیات کړي او له دې وجې په په پاکستاني روپۍ باندې فشار زیات شوی دی.

د هغه په وینا د وریژو، پومبې او نورو حبوباتو فصلونه خراب شوي چې هغې هم د پاکستان په اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی. همداشان د هغه په وینا د پاکستان دوستو هېوادونو چې د کومو پېسو د ورکړې ژمنې کړې وې تراوسه نه دي پوره شوي چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابل کې ورځ تر بلې کميږي.

دا پداسې حال کې دي چې په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو دمخه هم د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت پوره راکم شوی و. د کارپوهانو په اند نه یواځې وروستي سیلابونه بلکه د پاکستان سیاسي کړکیچ او ددې هیواد نړیوالو پورونو هم د پاکستان د اقتصادي کړکیچ او د پاکستانۍ روپۍ په رالویدو باندې څرګند اغیز کړی دی.

د اقتصاد پوهانو په وینا يو اړخ ته په ملک کې د ډالر غوښتنه زياته شوې او بل اړخ ته ويل کيږي چې د ډالر قاچاق کيږي. خو په خېبرپښتونخوا کې د پېسو د تبادلې د اتحاديې مشر عبدالله صراف د ډالرو د قاچاق کیدو خبر ردوي. هغه د امریکاغږ ډیوه راډیو ته ویلي چې په پاکستان کې د سياسي کړکیچ د وجې د ډالرو بيه زياته شوې ده.

په پاکستان کې د روانې مياشتې د لومړۍ نېټې راهیسې روپۍ د ډالر په مقابل کې په پرله پسې توګه بې قدره کيږي او د تیرې اوونۍ راهېسې يو ډالر لس روپۍ ګران شوی دی.

XS
SM
MD
LG