د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ یو ډالر په ۱۸۵روپیو تبادله کېږي


په پاکستان کی د روان سیاسي کړکیچ له امله ددې هیواد اقتصاد د سختو ننګونو سره مخامخ شوی او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د ریکارډ په کچه غورځېدلې دی. اوسمهال یو امریکایي ډالر په ۱۸۵پاکستاني روپیو تبادله کیږي.

د امریکاغږ د ډیوې رادیو د رپوټ له مخې روان سیاسي او قانوني کړکیچ په وجه د پاکستان د تجارت زیاته فیصدي لوړه شوې ده او د نړیوال پولي سازمان سره دپاکستان خبرې اترې ځنډیدلې دي.

خو د پاکستان دخزانې وزارت د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي چې د دغه سازمان سره د پور اخیستلو او اقتصادي اصلاحاتو په اړه خبرې روانې دي.

اقتصاد پوه او خبریال مهتاب حیدر ډیوې رادیو ته ویلي چې د دغه سازمان سره که خبرې بشپړه نشي، د پاکستان اقتصاد به د سختو مشکلاتو سره مخامخ شي. هغه وايي چې له دې سازمان " سره د اووم قسط د ترلاسه کولو خبرې نه دي مکمل شوې او دا اداره وایي د نوي حکومت سره به خبرې کوي، نو دا به لږ تر لږه درې میاشتې وخت نیسي او دا هم غیر یقیني ده چې حکومت به برحاله کیږی که ټولټاکنو ته به ځي او په دې وخت کې به پاکستان د دوه اربه [میلیارد] ډالرو نه محرومه شي او په راتلونکی بودجه او د پیسو په واپسۍ کی به هم مشکلات راځي."

پاکستاني مطبوعاتو د نړیوال پولي سازمان په حواله ویلي چې دغه اداره به پاکستان سره مرستې کوي او د راتلونکي نوي حکومت سره به د جوړې تګلارې پرمخ بیایي.

یو بل اقتصاد پوه ماهر طاهر امین، امریکاغږ ډیوه رادیو ته ویلي چې سیاسي کړکېچ او د اساسي قانون بحران نیغ په نیغه په اقتصاد اغیز لري.

د پاکستان مرکزي بانک وایي روان مالي کال په نهو میاشتو کې تجارتي خساره ۷۰فیصدي زیاته شوې او د ۶۰ اربو [میلیاردو] ډالرو په عاید کې ۳۵ اربه [میلیارد] ډالره خساره ریکارډ کړی شوې ده.

دغه بانک وایي د تجارتي او مالیاتي خسارې له امله پاکستاني روپې د فشار لاندې ده او ګرانۍ اضافه کیږي

XS
SM
MD
LG