د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټرمپ د ټویټ په وړاندې غبرگون ته تیاری نیسي


پاکستان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ټویټ په اعتراض کې وروغوښت. جمهور رئیس ټرمپ د کال په لومړی ورځ لیکلي دوو چې "[پاکستان] مونږ ته پرته له درواغو او خطا ایستلو بل څه ندي راکړي".

هغه څه چې دونالد ټرمپ تر اوسه د پاکستان په هکله ویلي دي:

هغه څه چې دونالد ټرمپ تر اوسه د پاکستان په هکله لیکلي دي:

د ٢٠١١ کال د دسامبر په ٦: پاکستان زمونږ دوست ندی.

د ٢٠١٢ کال د جولای پنځمه: پاکستان په دې خاطر چې شپږ کاله یې اسامه بن لادن ته پناه ورکړه، څه وخت به له مونږ بخښنه وغواړي.

د ٢٠١٢ کال د جنورۍ ١٧: پاکستان ته مو په میلیاردونو ډالر ورکړل، خو څه مو ترلاسه کړل؟ خیانت او بی حرمتي – لا له دې هم بد.

د ٢٠١٦ کال د مارج ٢٧: د اسلامي سخت دریځو بل برید، دا ځل په پاکستان کې یې مسیحي ښځې او ماشومان په نښه کړل. زه په یواځې ځان هغه حل کولای شم.

د ٢٠١٦ کال د نوامبر ٨: زما پاکستان خوښیږي. یو عالي هیواد، عالي ځای، عالي خلک.

د ٢٠١٧ کال د اکتوبر ١٣: د پاکستان او د هغه د مشرانو سره د ښه اړیکو غښتلي کول پیل کوم. په زیاتو برخو کې د هغوی د همکارۍ په خاطر زیاته مننه کوم.

د ٢٠١٨ کال د جنورۍ لومړی نیټه: پاکستان مونږ ته پرته له درواغو او خطا ایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی... نور به داسې نکیږي!

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ د صدراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ غونډه وکړه او ټاکل شوې چې سبا ته به د ملي امنیت د کمیټې غونډه وشي چې د ښاغلي ټرمپ د نیوکې په وړاندې د پاکستان رسمي غبرگون په ډاگه کړي.​

د جمهور رئیس ټرمپ د ټویټ له خپریدو لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په خپل لومړني غبرگون کې ولیکل چې نړۍ به له حقیقت نه خبره کړي. هغه ویلي و "انشاالله ژر به د جمهور رئیس ټرمپ ټویټ ته غبرگون وښیي...د واقعیت او خیال پردازۍ ترمنځ توپیر".

په همدې کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د امریکا سفیر دیوید هیل د دوشنبې په ورځ احضار کړی و چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په هکله خپل اعتراض ورته څرګند کړي. دا خبر په اسلام آباد کې د امریکا سفارت هم تائید کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټ کې لیکلي "په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوې (پاکستان) هغو ترهګرو ته امنځایونه ورکړي چې موږ یې په لږې همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نکیږي".

بل لور ته د پاکستان په وړاندې د ښاغلي ټرمپ سخت الفاظ د هغه هیواد لرغوني سیال هند او د افغانستان حکومتونو ستایلي دي، خو د پاکستان اوږدمهاله متحد چین یې ننگه کړې او د ترهگرۍ پر وړاندې یې د پاکستان مبارزه ستایلې ده.

د اسلام آباد او واشنگټن ترمنځ اړیکې د اوږدې مودې راهیسې د ترهگرۍ سره د مبارزې په ځانگړې توگه په پاکستان کې د حقاني شبکې د فعالیت په وجه کړکیچنې شوې دي.

د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې که اسلام آباد د ترهگرو ډلو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي پر هغه هیواد باندې به خپلې مرستې بندې کړي او په وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د ناکامیو ملامتي "چې حالات په ټپه دریدلي دي" د پاکستان په غاړه اچوي.

XS
SM
MD
LG