د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په پوله د فلسطینانو مظاهرې لاهم دوام لري


د غزې د پولې په اوږدو کې د فلسطینیانو مظاهرې
د غزې د پولې په اوږدو کې د فلسطینیانو مظاهرې

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي د غزې د پولې په اوږدو کې د اسرائیل له پوځ سره د فلسطینیانو د جمعې د ورځې په اخ و ډب کې یو فلسطینی وژل شوی او څه دپاسه ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا درییمه اونۍ ده چې فلسطینیان د اسرائیل سره د غزې د پولې کتارو ته نژدې مظاهرې کوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې یو شمیر مظاهره کوونکو د اسرائیلي پوځیانو په لور اور تولیدونکي بمونه او چاودیدونکي توکي وار ژکړي دي او یو شمیر نورو یې هڅه کړې چې د سرحدي کتارو نه تیر شي.

دغو اعتراض کوونکو چې د حماس د ډلې په بلنه د شپږو اونیو راهیسې په مظاهرو لاس پورې کړی غواړي هغه فلسطیني مهاجر چې په اسرائیل کې میشت دي بیرته د فلسطین خاورې ته راشي.

په تیرو دریو اونیو کې د فلسطینانو په مظاهرو کې لږ تر لږه ١٧ فلسطینیان وژل شوي دي او د رپوټونو له مخې په سلگونو نور ټپیان دي. پدغو مظاهرو کې په لسگونو زرو فلسطینیانو گډون کړی چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

د اسرائیل پوځ تیره اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هغو فلسطیانو په اړه چې وژل شوي داسې اسناد لري چې ښیي د هغوی ١٠ تنه د حماس او نورو ډلو کې "د ترهگرۍ سابقه" لري او ترهگریز اعمال یې کړي دي.

فلسطیني اعتراض کوونکو د غزې د پولې په اوږدو کې د پرلت پنځه کمپونه لگولي دي او تمه ده چې هغوی به د شپږو اونیو لپاره هلته پرلت ته دوام ورکړي.

د فلسطین د خپلواکه ادارې رئیس محمود عباس، د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو پړه پر اسرائیل اچولې ده.

د فلسطینیانو او د اسرائیلي امنیتي قواو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي په غبرگون کې د کویټ هیواد د امنیت د شورا بېړنۍ غونډه غوښتې ده.

حماس چې د غزې اداره یې په لاس کې ده وایي دغه مظاهرې د غزې پر خلکو باندې د سمندري لارې د تړلو او خپل ټاټوبي ته د فلسطینانو د بیرته راتگ د حق د مخنیوي په خاطر دي. خو اسرائیل وایي حماس د فلسطینیانو د اعتراضونو تر شا پر اسرائیل باندې د برید نیت لري.

XS
SM
MD
LG