د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او پاکستان د افغانستان په اړه همغږي کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له هغه وروسته مسکو ته ولاړ چې روسیې په پېښور کې قونسلګري پرانیستله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له هغه وروسته مسکو ته ولاړ چې روسیې په پېښور کې قونسلګري پرانیستله

روسیه او پاکستان وايي چې د افغاستان د جګړې د ختمولو لپاره به په ګډه هلې ځلې کوي.

پداسې حال کې چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې شوي دي، اسلام آباد له روسیې او چین سره اړیکې زیاتې کړې دي.

دا اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او د هغه روسي سیال سرګي لاورف په مسکو کې هوکړه وکړه چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره به له نژدې همکاري کوي.

د دوی په غونډه کې دا هم وویل شول چې د افغانستان روانه جګړه پوځي حل نلري او د "افغانانو او د افغانانو په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې بهیر په افغانستان کې د سولې او ثبات یوازینۍ معقوله لاره ده".

ښاغلیو اصف او لاوروف په "افغانستان کې د داعش په شتون" هم وغږېدل. د پاکستان د ټوډای انګلیسي ویپاڼې په حواله وزیرانو له مرکزي اسیا سره د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د " داعش فعالیت" د ټولې سیمې لپاره ګواښ وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له هغه وروسته مسکو ته ولاړ چې روسیې په پېښور کې قونسلګري پرانیستله.

ځینو افغان او امریکايي چارواکو ادعا کړې چې مسکو له طالب جنګیالیو سره اړیکې پالي، خو مسکو ټینګار کوي چې د طالبانو ملا نه تړي.

XS
SM
MD
LG