د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: چمتو یو له طالبانو سره د مذاکراتو زمینه برابره کړو


افغان وسله وال طالبان
افغان وسله وال طالبان

روسیې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته د زمینې د برابرولو وړاندیز کړیدی.

روسیه وايي چې ددې پروسې د پیل لپاره د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د اساساتو له مخې جدي اقداماتو ته اړتیا ده. د ترکیې خبري اژانس انادولو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې د یوې اعلامیې په بنسټ لیکلي دي چې روسیه تیاره ده چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې روسیه په جدي توگه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو پلوي کوي چې په دې هیواد کې ورور وژنه او کورنۍ جگړه پای ته ورسیږي. مسکو وایي تیار دی چې په دې هکله مرسته وکړي او زیاتوي چې "په افغانستان کې د ثبات لپاره نړیوالو هڅو ثابته کړې چې دا مسله په زور نه حل کیږي".

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې روسیه ددې پروسې د پیل لپاره "جدي گامونو ته اړتیا لري". مسکو دا هم ویلي چې سوله په افغانستان کې په دې خاطر ضروري ده چې ددې هیواد حالات په گاونډیانو باندې هم اثر کوي.

روسیه په داسې حال کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقیمو خبرو ته د زمینې د برابرولو وړاندیز کوي چې څه موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مسکو کې ویلي وو چې روسیه د خبرو میز ته د طالبانو په راوړلو کې "د پام وړ رول" لري.

ښاغلي اتمر خپل روسي سیال نیکولای پتروشیف، ته ویلي وو چې که روسیه د طالبانو سره اړیکه لري نو د مهربانۍ له مخې دې ددې ارتباط نه د سولې په ترویج کې گټه واخلي، خو زیاته کړې یې وه چې "طالبان باید ونه توانیږي چې ددې ارتباط نه په جگړه کې استفاده وکړي".

له طالبانو سره د روسیې مرستې ؟

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ د مشر جوزف ووتل په ګډون ځینو امریکايي او افغان چارواکو روسیه په دې تورنه کړې وه چې له طالبانو سره مالي او پوځي مرستې کوي. خو په کابل کې د روسیې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې دا ټول "بي اساسه تورونه، ګنګوسې او خام خیالونه" دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د چهارشنبې په ورځ نیویارک ته ځي چې د ملگرو ملتونو په دوو مهمو غونډو کې برخه واخلي چې یوه یې د ډله یزې وژنې د وسلو نه پراخول او بل یې د اطمینان د رامنځ ته کولو معیارونه دي چې په افغانستان او مرکزي اسیا کې د خپلواکۍ، امنیت او پرمختیا د یو موډل په توگه سیمه ییزه همکاري او شراکت رامنځ ته شي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې د تروریزم په وړاندې د پاکستان هلې ځلې تائید کړې او وویل چې په افغانستان د پاکستان پولې ته نژدې د ترهگرو شتون اسلام آباد گواښي. ښاغلي لاوروف د پاکستان سره د پرمختیایي مرستو د کولو ژمنه وکړه او وویل چې د هیلیکوپترو او پوځي وسایلو د برابولو په گډون پاکستان او روسیې څو موافقې لاسلیک کړې دي.

XS
SM
MD
LG