د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې د سټیچ پر سر درې هنرمندان په چاقو ووهل شول


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

د سعودي په مرکز ریاض کې د تیاتر د یو هنري پروګرام پر مهال یو سړی ناببره سټیچ ته پورته شو، په هنرمندانو یې د چاقو ګوزارونه وکړل او ژوبل یې کړل.

چارواکي وایي چې پولیسو بریدګر نیولی دی او د هنرمندانو صحت هم ښه دی. په دغو هنرمندانو کې یې دوه سړي او یوه ښځه ده. بریدګر د یمن استوګن ښودل شوی او د هنرمندانو هویت لا معلوم نه دی.

د سعودي ملي تلویزون دا هنري پروګرام ژوندی خپراوه چې په کې ښودل کېږي بریدګر څنګه ستیج ته خیژي او پر هنرمندانو بریدونه کوي. لا د دغه برید انګیزه او د بریدګر په اړه نور جزییات ورکړل شوي نه دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د سعودي د ځوان شهزاده د اصلاحاتو د لړۍ د پیلولو را وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي په مرکز کې داسې یوه پېښه کیږي. دا برید داسې مهال کیږي چې همدا څو اونۍ مخکې په سعودي کې د ښځو د ازادې غېږ نیونې سیالي وشوه.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو عربانو دا "یو ترهګریز برید" بللی او غندلی دی. په همدې حال کې په سعودي کې یوې محکمې ۳۸ کسان د ترهګرۍ سره د تړاو په تور محکوم کړي دي.

د سعودي عربستان دولتي تلویزون وايي چې محکوم شوي کسان په "ترهګریزو فعالیتونو کې دخیل وو او نور خلک به یې تکفیرول". معلومه نه ده چې دغو کسانو ته څه ډول سزا ورکړل شوې او نه هم د هغوی هویت افشا شوی دی.

د همدغه روان کال د اپریل په میاشت کې سعودي ۳۷ کسان د ترهګرۍ سره د تړاو په تور اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر ویلي وو چې ډېر اعدام شوي شیعه ګان وو چې د محاکمې بهیر یې شفاف نه وو.

XS
SM
MD
LG