د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې له ۳۵ کالو وروسته سینما پرانیستل کیږي


په سعودي په ۱۹۸۰ کلونو کې سینماګانې وتړل شوې
په سعودي په ۱۹۸۰ کلونو کې سینماګانې وتړل شوې

د سعودي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې به په دغه هېواد کې سینما ته اجازه ورکړي.

څرګنده نده چې په سینماو کې به څه ډول فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

دا په ۳۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې دغه محافظه کاره دولت داسې یو اقدام کوي. سعودي په ۱۹۸۰ کلونو کې د اسلامپالو له سختو نیوکو او فشارونو وروسته ټولې سینماګانې بندې کړې.

اوس ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ یو لړ بدلونونه پیل شوي چې ښځو د موټر چلولو او د سینماو پرانیستل هم پکښې راځي.

ویل کیږي چې د تیلو د بیو په ټېټو سره د سعودي اقتصاد ډېر زیانمن شوی او له همدې کبله هڅه کوي چې د تفریح د صنعت په دودولو دغه زیان جبران کړي.

رویټرز وايي د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزیر عواد بن صالح العواد ویلي دي چې د سینماګانو او نورو تفریحي ځایونو په پرانیستلو سره به په سعودي کې د کار او روزنې ډېرې زمینې برابرې شي.

د سعودي حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټول هېواد کې ۳۰۰ سینماوې پرانیزې چې تر ۲۰۰۰ به ډېر د فلم لیدلو ځایونه ولري.

د حکومت په اعلامیې کې راغلي دي چې د سینما د صنعت له لارې به تر ۲۰۳۰ کال پورې د سعودي په عوایدو کې ۲۴ میلیارده ډالر عاید زیات شي او تر څنګ به یې ۳۰۰۰۰ دایمي دندې هم پیدا شي.

XS
SM
MD
LG