د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي پاچا د قطر امیر عربستان ته دعوت کړ


د سعودي عربستان پاچا سلمان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته بلنه ورکړې چې د خلیج د همکاریو په غونډه چې ټاکل شوې ( د لیندۍ/ قوس ۱۸ د دیسمبر ۹) نیټه په ریاض کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د قطر دولتي خبري آژانس په ټویټر لیکلي چې د سعودي د پاچا په لاس لیکل شوی بلنلیک د خلیج د همکاریو شورا د سرمنشي په لاس د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.

د سعودي عربستان پاچا په داسې وخت کې د قطر امیر ته بلنه استولې چې د سه شنبې په ورځ د ډیسمبر ۴ نیټه، قطر پریکړه وکړه چې غواړي د تیلو د صادرونکي سازمان یا اوپک څخه ووځي.

د قطر حکومت لا تراوسه دا نه ده تایید کړې چې شیخ تمیم به د خلیج د همکاریو شورا په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي که نه .

د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره هر راز اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پرې کړې او تور یې ولګو چې قطر په سیمه کې له ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د کویت حکومت چې د قطر او څلورو هیوادونو – سعودی عربستان، امارات، بحرین او مصر – تر منځ منځګړیتوب کوي، تیره میاشت اعلان وګړ چې شپږ واړه هیوادونه به د ریاض به ناسته کې ګډون وکړي.

متحده ایالتونه چې د خلیج د همکارۍ شورا یو متحد دی، د قطر او سعودي عربستان ترمنځ د شخړو حل کولو لپاره هڅې کوي. قطر په منځني ختيځ کې د متحده ايالاتو ترټولو لوی پوځي اډې لري.

XS
SM
MD
LG