د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي، قطر ته ضرب الاجل ۴٨ ساعته وغځاو


له ښۍ خوا: د سعودي پاچا، د کویټ امیر او د قطر امیر
له ښۍ خوا: د سعودي پاچا، د کویټ امیر او د قطر امیر

د کویټ امیر چې د قطر او د سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د رامنځته شوی لانجې په هواري کې منځګړیتوب کوي، وایي چې دوحه د دغو هېوادونو د غوښتنو ۱۳ فقره یې لېست ته ځواب ویلی.

د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح نن دوشنبې وویل چې ده د دغو غوښتنو په اړه یې د قطر رسمي ځواب ترلاسه کړی او سمدستي یې له سعودي عربستان څخه غوښتي چې قطر ته وروستي مهلت د نورو ۴۸ ساعتونو لپاره وغځوي.

د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه وایي هغه هیوادونه چې ضرب لاجل اعلان کړی د قطر د رژیم د بدلولو په هڅه کې دي.

د دفاع وزیر وایي "زه نه وایم چې هرڅه فرضي دي. په 1996 کال کې دلته د پوځي کودتا هڅه وشوه. په 2014 اکې د خاموشې کودتا هڅې وشوې. په 2017 کې خو یقناً د خاموشې کودتا هڅه شوې ده. خو هغوی اشتباه کوي ځکه چې د قطر او د نورو هیوادونو دا توپیر دی چې د قطر په خلکو خپل امیر گران دی"

په هغو دیارلسو مهمو غوښتونو کې چې دغو څلورو هېوادونو د قطر مخې ته ایښې دي، څو مهمې یې دا دي چې قطر دې د ترهګرې له ملاتړه لاس واخلي، الجزیره ټلویزیون دې بند کړي، له ایران سره دې اړیکې وشلوي او په خپله خاوره کې دې د ترکیې پوځي اډه وتړي.

سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي امارات قطر ته دا ګواښ هم کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د قطر په وړاندې د نورو سختو اقداماتو په ترڅ کې به د دې هېواد غړیتوب د خلیج د همکارۍ په شپږ کسیزه شورا کې وځنډوي.

بلخوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په دې لانجه کې د کویټ د منځګړیتوب ملاتړ کړی او له ټولو خواو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

سپینې ماڼۍ هم پرون د ورځې په پای کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جلا توګه د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره خبرې وکړې او د دغې لانجې پر دوام یې اندیښنه څرګنده کړه.

سعودي، قطر ته ضرب الاجل ۴٨ ساعته وغځاو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG