د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان د گوښه شوي ولسمشر کور کې لسگونو میلیونه ډالر موندل شوي


گوښه کړای شوی جمهور رئیس عمر البشیر

د سودان امنیتي مقامات وایي ددغه هیواد د گوښه کړای شوي جمهور رئیس په کور کې په لسگونو میلیون ډالر نغدې پیسې کشف شوي دي.

د رویترز اژانس د یوې سوداني منبع په قول لیکلي دي چې د سوډان د گوښه کړای شوي جمهور رئیس عمر البشیر په کور کې څه دپاسه پنځه میلیارده سوډاني پونډ نوټونه (١٠٥ میلیون ډالر) موندل شوي چې په بکسونو کې ځای پر ځای شوي وو.

ددغه رپوټ په بنسټ ټاکل شوې د سوډان قضایي مقامات د عمر البشیر نه د غیر قانوني پیسو د پاکولو د تورونو په اړه پلټنې وکړي.

د سودان پخوانی جمهور رئیس عمر البشیر چې په ١٩٨٩ کال کې د کودتا په نتیجه کې واکمن شوی و څه موده مخکې د هغه هیواد د پوځي شورا له لورې گوښه کړای شو.

دغه گوښه کیدنه وروسته له هغې وشوه چې د سوډان خلکو دوه میاشتې په پرله پسې توگه په لارو کوڅو کې اعتراضونه وکړل.

ښاغلي بشیر اوس زنداني دی او په کوټه قلفی کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG