د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو د سوریې 'لسګونه ملاتړي وسله وال' وژلي


ایتلاف وايي په برید کې یو امریکایي سرتېری هم ژوبل شوی دی
ایتلاف وايي په برید کې یو امریکایي سرتېری هم ژوبل شوی دی

د امریکا پوځ وايي د سوریې په شمال کې د ایتلاف هوايي الوتکو د بشارالاسد د رژیم تر ۱۰۰ ډېر ملاتړي وسله والو وژلي دي.

ایتلاف وايي د رژیم دغو جګړه مارو ملاتړو ځواکونو د سوریې د ډیموکرات ځواکونو په مرکزونو بریدونه وکړل او د برید پر مهال ځیني امریکایي ځواکونه په سیمه کې له مخالفو ځواکونو سره په سلا مشورو اخته وو.

پېښه د چهارشنبې په ورځ (فبروري۷) د دیر الزور په ایالت کې شوې ده.

چارواکي وايي په برید کې امریکايي ځواکونو ته زیان رسېدلی نه دی خو د حکومت د مخالفو ځواکونو یو سرتېری ژوبل شوی دی. پر دغو ځواکونو برید کې ټانګونه، توپخانې او راکټونه کارول شوي دي.

داسې ښکاري چې د برید هدف د سوریې د ډیموکراتو ځواکونو څخه د هغو سیمو نیول وو چې هغوی له داعش جګړه مارانو څخه ازادې کړي دي. د سوریې رسنۍ وايي د ایتلاف الوتکو پر هغو قبایلي جنګیالیو او حکومت-پلوو ځواکونو بریدونه کړي دي چې له داعش سره په جنګ دي.

سوریايي رسنیو د ایتلاف هوايي برید یو یرغل بللی دی او وایي چې لسګونه کسان یې وژلي دي. خو ایتلاف وايي چې دوی د داعش سره په جنګ اخته دي او له ځان څخه دفاع خپل حق ګڼي.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې د اورپکو له لوري د ډېرو سیمو له نیولو وروسته په سوریې باندې هوايي بریدونه پیل کړل. خو یو کال وروسته روسیې د بشارالاسد ننګې ته ورودانګله. امریکايي ځواکونه وايي د دغې وروستۍ پېښې په اړه یې روسي ځواکونو ته خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG