د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د روسي د الوتکو په بمباریو کې"ماشومان" وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د روسیې الوتکو پر هغه ښوونځي بمبار کړی چې کډوال په کې دیره وو.

وايي په دغه برید کې اته تنه وژل شوي چې پنځه یې ماشومان دي.

برید د سه شنبې په ورځ (دسمبر۲۴) د ادلیب ایالت د سراقب ښارګوټي ته نژدې د جوباس په کلي کې شوی دی.

پر دغو سیمو تېره اونۍ بریدونه پیل شوي دي او د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا تر دې دمه په کې ۸۰ تنه وژل شوي.

دا سازمان وايي چې په سراقب کې هوايي بمباریو د زیاتوالي له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه کسان له سیمې تښتېدلي دي. د دغې ډلې په وینا په تېرو اونیو کې شاوخوا ۴۰زره خلک له سیمې تښتېدلي دي.

ملګري ملتونه هم وايي چې د سوریې د حکومت او روسیې بمباریو زرګونه خلکو له سیمې تېښتې ته مجبور کړي دي.

ملګرو ملتونو د بریدونو د سملاسي بندولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی که بریدونه همداسې روان وي، ډېر نور خلک ببه هم بې کوره او در په در شي.

د تېرې سه شنبې له ورځې راهېسې د سوریې حکومتي ځواکونو د ادلیب په ختیځ کې له وسله والو ډلو څخه لسګونه کلي نیولي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په دغو جګړو کې په دواړو غاړو کې شاوخوا ۲۶۰ تنه وژل شوي .

XS
SM
MD
LG