د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا-طالبانو تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي- قریشي


پاکستان وايي چې د اسلام اباد له هڅو پرته د امریکا-طالبانو خبرې ناممکنې وې
پاکستان وايي چې د اسلام اباد له هڅو پرته د امریکا-طالبانو خبرې ناممکنې وې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان صادقانه هلو ځلو نتیجه ورکړه.

ښاغلي قریشي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان له هلو ځلو پرته دا ناممکنه وه چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي او امریکا ته دې قناعت ورکړل شي چې دا خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ (فبروري ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلی دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ "تړون به د پاکستان په موجودیت کې لاسلیک کیږي، ځکه چې له پاکستان پرته دا کار ناممکن و."

ښاغلي قریشي وویل چې له دې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په اړه هم هلې ځلې وشي. شاه محمود قریشي دا خبرې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده.

ولسمشر غني هم وویل چې افغان ځواکونو ته یې لارښونه کړې ده چې په دغې مودې کې پر طالبانو بریدونه ونکړي. که د سولې اونۍ کامیابه ختمه شي، بله شنبه (فبروري۲۹) به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

ولسشمر غني د تاوتریخوالي د کمولو اقدام د سولې او اوربند پر لوري یو مهم ګام بللی دی.

XS
SM
MD
LG